William Dowdell Denson – ویلیم ډوډېل ډېنسن

د مې میاشت په ۳۱ نېټه، کال ۱۹۱۳، دامریکا په بېرمېنګم کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۳ نېټه، کال ۱۹۹۸، د نیویارک په لارېنس کې مړ شوی. د امریکا پوځي افسر او وکیل وو چا چې د امریکا د لوی څارنوال په توګه ۱۷۷ نازي مجرمینو د مرګ پرېکړه کړې او ډېری نور یې زندان ته لیږلي.
 
د امریکا د بېرمېنګم په الاباما کې زېږدلی او لوی شوی. په کال ۱۹۳۴ کې د امریکا له وېسټ پواېنټ میلیټري اکاډمۍ څخه فارغ شو او په کال ۱۹۳۷ کې د هارډ ورډ پوهنتون ته ولاړ تر څو حقوق ولولي. له فارغېدو وروسته بېرته بېرمېنګم ته ولاړ او هلته یې د وکیل په توګه شخصي دنده پېل کړه. په کال ۱۹۴۲ کې بېرته وېسټ پواېنټ ته وغوښتل شو تر څو د حقوقو د استاد په توګه او د اکاډمۍ د قاضي د معاون په توګه دنده پر مخ ویسي. په کال ۱۹۴۵ کې یې په (Judge Advocate General JAG) پوسټ باندې دنده ومنله او جرمني کې د امریکایي پوځ دریمې قوماندانۍ ته ولېږل شو او د هغو نازیانو په ۹۰ قضیو کې یې برخه واخیسته چې امریکايي پیلوټان یې په ډېره بې رحمۍ مړه کړي وو.
Theodore Korcz
Theodore Korcz for image description click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons