Zemsky sobor – زېمسکي سوبر

په ۱۶ او ۱۷ پېړۍ کې د روسانو مشورتي شورا وه. دا شورا تزاري روسانو (tsar)، د قوم سپینګیري مشر (patriarch)، یا د ډوما بواییر جرګې (Boyar Duma) لخوا رابلل کېده. په دې جرګه کې اشراف، د اورتودوکس عیسوۍ ډلې راهبان او د ښارونو سوداګر را غونډېدل. لمړۍ جرګه په کال ۱۵۴۹ کې ایوان ټېرېبل (Ivan the Terrible) رابللې وه. د خپل واک په موده کې یې څو ځلې جرګې جوړې کړې تر څو د اختلافي مساېلو په اړه پرېکړې وکړي. دې جرګې په کال ۱۵۹۸ کې بوریس ګودونوف (Boris Godunov) مشر وټاکه، په کال ۱۶۱۳ کې یې میخاېل رومانوف (Mikhail Romanov) د پاچا په توګه وټاکه. کله چې رومانوف واک ته ورسېده دې جرګې په تدریجي توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړ. اخري جرګه په کال ۱۶۸۲ سره راغونډه شوې وه تر څو (mestnichestvo) سیستم له منځه ویسي او له پولنډ سره دایمي سوله وکړي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons