آرکئوپتریکس — Archaeopteryx

آرکئوپتریکس تر ټولو پخوانی فوسیلي (هغه ژوندي چې د تاریخ نه وړاندې ېې ژوند کاوه او اوس ېې صرف اثار پاتي) حیوانات دي. معمولا آرکئوپتریکس مارغه منل شوی تر اوسه د دې مارغانو ۸ ډولونه موندل شوي او د ټولو د موندنې ځای د جرمني باوریا دې. دا مارغان د اهاکو د ډبرو (د چونې دډبرو) په جوړښت کې موندل شوي. دې مارغانو تقریبا ۱۵۰ میلیونه کاله مخکې ژوند کاوه او په کال ۱۸۶۱ کې وپېژندل شول. تر دې وروسته ارغونپوهانو هڅې پېل کړې چې په ۲۰ او د ۲۱ پېړی په پېل کې نور ډولونه پېدا کړل چې تقریبا له آرکئوپتریکس سره برابر عمر لرونکي وو. وروسته په چین کې هم ورته حیوانات پېدا او پېژندل شول. چین زیات ارغونپوهان راټول کړل تر څو آرکئوپتریکس د ډیناسور په حیث ډلبندي کړي. دې مارغانو تقریبا د ۱۴۶ تر ۱۶۱ میلیونه کلونو مخکې ژوند کاوه چې په تاریخ کې دا دوره د ژوراسیک په نامه یادیږي. د اهاکو ډبره د ژوراسیک د دورې نامتو ډبره ده او په همدې وجه د دې مارغانو اثار پکې پاتې شوي او له ورکېدو یا خرابېدو ژغورل شوي دي. د دې فوسیلي حیواناتو له هډوکو سره بڼکې هم پېدا شوي. د دې مارغانو اندازه له وړې مرغی تر غټ چرګه پورې وېل شوې. آرکئوپتریکس له کوې لوروسورس (تېروپوډ ډیناسور؛ غوښه خوړونکي ډیناسور، وړوکی، جګ او ډنګر، دوه پښې لرونکی غوښه خوړونکی ډیناسور چې باور کیږي د پرندګانو تکامل ترې شوی) سره ګډ اناتومیک یا د اسکلیټ بندي مشخصات لري. کله چې دا غوښه خوړونکي حیوانات پېدا شول نو له همدې ارغوپوهان پوه شول چې آرکئوپتریکس هم یو ډول پرنده دې. آرکئوپتریکس بشپړ رسیدلي وزرونه لرل چې اوسنیو مارغانو ته ورته دي او باور کیږي چې دا مارغان لکه داوسنیو مارغانو په څېر الوتلی هم شو. زېات شمېرارواپوهان په دې باور دي چې ځنې ډایناسور چې د آرکئوپتریکس په وخت کې ېې ژوند کاوه یو ډول اناتومیک ساخت لري.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons