د هسپانیا امپراطوري


وروسته له دې چې هسپانیا د فېردیناند اف اراګون په دوران کې امریکا کشف کړه په دې وخت کې په امریکا کې دوه سترې امپراطوری وې چې یوه امپراطوري د ازتېک (د مکسیکوخلک) بله امپراطوري د انکاس (دجنوبي امریکا خلکو) وه. هسپانویانو هوډ وکړ چې دا دواړه امپراطوری نسکورې کړي د نسکورېدو لپاره ېې سلګونه کسان، لسګونه ټوپک چمتو کړل.
دمکسیکو مستعمره کول د یو مهربانه کس چې نوم ېې فېرناند کورتې وه د ۱۵۱۹-۱۵۵۲ کلونو تر منځ مسولیت په غاړه واخیست. مکسیکو په مستعمره کولو کې د مکسیکو اصلي خلک هم د خپلې امپراطوري نه لاس په سر شوي وو او دهسپانویانو ملاتړ ېې وکړ.
د پېرو د مستعمره کولو لپاره دوه ډېر ظالم کسان فرانسیسکو پیزارو او دییګودالماګرو  وو چې د ۱۵۱۳-۱۵۳۵ کلونو تر منځ ېې د پېرو د کلیو خلک حلال کړل او نیم ېې ژوندي په اور وسوزول. له دې لږ وخت وروسته دې کسانو پلاتا، کولمبیا، وینزوېلا، کالیفورنیا، مسي پی سي ونیول.
پنځم چارلز د هسپانیا امپراتوري ته اداري ټاکنیز وکړ چې یوه د هندیانو شورا کومه چې دښار په منځ کې تاسیس شوې وه جوړه کړه تر څو مستقل فرمان صادر کړای شي، له دې پرته ېې د کالونیو لپاره په ملکي او نظامي پوسټونو هسپانویان وټاکل. دوه ېې دسلطنتونو لپاره نایبان وټاکل چې یو د مکیسکو او بل د لیما مسولیت په غاړه لره.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons