ارکې بیوز


په ۱۶ پېړی کې اروپا د ارکې بیوز په نامه ټوپک جوړ کړ. دغه ټوپک ډېر اوږد وه، تقریبا ۲۰ کیلو ګرامه وزن ېې لاره او په اسپ پورې به د انتقال لپاره را زوړندېده. د دې ټوپک میل ډېر اوږد وه چې د خولې لخوا له باردو ډکېده او بیا په یو سیخ دغه بارود تخته کېدل چې وروسته له بارودو پکې کاڼې او یا هغه وخت چرې یا ساچمې پکې د مرمې په څېر کارېدلې. د ماشې له کش کولو نه پس تقریبا ۵ دقیقې وروسته به ېې ډز کاوه. په همدې وجه د جګړې په میدان کې موثر نه وو او پوځ به د ځان د دفاع لپاره تل یوه توره او ډال لاره.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons