توپې

توپې معمولا له یو میل او یو د میل له حامل یا انتقالونکي جوړې شوې وي. د اولنیو توپو میل به له چاودېدونکو توکو ډکېده بیا دا توکي د میل د خولې خوا ټکېدل تر څو ښه تخته ډک شي او د کاڼو نه جوړه شوې ګلوله یا مرمی به پکې اچول کېده. له وروسته خوا ېې سوری لره چې دهمدې سوري له لارې د یو ګرم شوي سیخ په ذریعه به بارودو ته اور اچول کېده. دغه توپې د توپ ویشتونکي تر دښمن زیاتې خطرناکې وې ځکه چې د میل د چاودېدو امکان ډېر وو.
دا توپې د ښارونو د ساتنې لپاره کاریدلې خو په ۱۶ پیړی کې تر دې ښې متحرکه توپې چې وزن ېې هم کم وو جوړې شوې او د جګړې هر میدان ته به وړل کېدې. د جګړې پر وخت به اول توپې ویشتل کېدې پیاده پوځ سره به ارکې بیوز ټوپک وو چې ډېر اوږده او درانده وو. په اسپ ناستو پوځیانو پر دښمن چټکه حمله کوله او یا به ېې د تېښتې پر وخت تعقیب کوه. 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons