ارمنستان – Armenia

د قفقاز په جنوب کې موقیعت لري، شمال غربي اسیا په اخر کې پروت ده، د شرق او شمال لور ته ېې جورجیا او ازربایجان او د جنوب شرق او غرب لور ته ېې ایران او ترکیه پراته دي. د مرکز نوم ېې ایروان ده. عصري ارمنستان د پخواني ارمنستان یوه وړه برخه ده. دنړۍ په زړو لویو تمدنونو کې یو ارمنستان وو چې له تور سمندر نه تر کسپین پورې او له مدیترانې تر ارومیه پورې غزېدلی وو. خو په ۱۴ پېړۍ کې په دې ملک باندې د عثمانیانو د خلافت او د ایراني امپراطورانو تسلط په وجه خپله خپلواکي له لاسه ورکړه. په ۱۹ پېړۍ کې شرقي ارمنستان له روسانو سره ضمیمه شوی وو؛ غربي ارمنستان د ترکانو د تسلط لاندې پاتې شو. په ۱۸۹۴–۹۶ کلونو تر منځ او بیا په کال ۱۹۱۵ کې ترکانو د ارمنیانو په سیستماتیک توګه عام وژنه پېل کړه. د عام وژنې تر څنګ ېې ارمنیان اجباري جلا وطنۍ ته اړ اېستل.

 
د ارمنستان وړه برخه چې د پخوانۍ روسي امپراتورۍ په داخل کې وه د مې میاشت په ۲۸، کال ۱۹۱۸ کې خپله ازادي اعلان کړه او د شوروي اتحاد د ارمنستان جمهوريت د نومبر په ۲۹ په کال ۱۹۲۰ کې تاسیس شو. په کال ۱۹۲۲ ارمنستان د شوروي په وفاقي سوسیالستي حکومت کې غړیتوب تر لاسه کړ. په کال ۱۹۳۶ کې دغه د شوروي وفاقي سوسیالستي حکومت منحل شو او ارمنستان د شوروي اتحاد په جمهوریت کې اتحاد تر لاسه کړ. د شوروي د اتحاد له جمهوریت نه ېې د اګسټ په ۲۳، کال ۱۹۹۰ کې د ازادي غوښتنه او اعلان وکړ او د سپتمبر په ۲۳ نېټه، کال ۱۹۹۱ کې ازادي تر لاسه کړه. 
له ازاربایجان سره په ۱۷۰۰ مایل مربع ځمکې باندې شخړه لرله چې دغه سیمه کې ارمنیان مېشت وو. د غه شخړه له ۱۹۸۸ پېل شوه او په ۱۹۹۰ کې د قره باغ په نامه امني پوځ د ازاربایجان ډېره جنوب غربي سیمه ونیوله. دې شخړې په ارمنستان کې اقتصادي بحران ته لار هواره کړه.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons