ازابایجان – Azerbaijan

دازابایجان جموریت 
د شمال لور ته ېې روسیه، په جنوب کې له ایران سره پوله لري، د شرق لور ته ېې د کسپین سمندر او په غرب کې ارمنستان محدود کړی. په شمال غرب کې د جورجیا سره پوله لري. د مرکز نوم ېې باکو یا باکي ده. د باکو بندرګا د کسپین سمندر تر ټولو غوره بندرګاه ده. 
لکه څرنګه ېې چې ځمکه څو رنګه لري او ښکلې ده همداسې ېې ټولنه له څو کلتورونو جوړه شوې او عصر کې ېې هم پرمختګ کړی. دغه قدیمي خلک خپل ځایي دودونه هم لري او تر اوسه ېې ژوندي ساتلي. مګر له دې سره سره ېې صنعت او عصري کېدلو ته هم مخه کړې. د بریښنا سرچینو او د ښارونو پراخوالي کې ېې د پام وړ پرمختګ کړی. له نیمایي زېات خلک ېې په ښارونو کې ژوند کوي. صنعت ېې په اقتصاد تسلط لري، له دې پرته د تېلو استخراج ېې هم اقتصاد پیاوړی کړی. په ۲۰ پېړۍ کې تر ټول زېات د تېلو صادرونکی وو. له دې پرته ښکلي آسونه لري چې د نړۍ ډېرو سیمو ته ېې صادر کړي. 

ازاربایجان له ۱۹۱۸ تر ۱۹۲۰ پورې یو ازاد ملک وو. خو وروسته له شوروي اتحاد سره یو ځای شو. په کال ۱۹۳۶ کې د دې اتحاد غړیتوب تر لاسه کړ. په کال ۱۹۸۹ کې د سپتمبر په ۲۳ نیټه ېې د شوروي اتحاد نه د ازادي اعلان وکړ او په کال ۱۹۹۱ کې د اګسټ په ۲۳ نېټه ېې ازادي تر لاسه کړه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons