Arachnid – اراکنید – غڼې ډوله

د کلاس نوم ېې اراکنیدا (class Arachnida) ده. په اراکنید کې غڼې (spider)، لړمان (scorpions) او اوږد پښی پلار (daddy longlegs) شامل دي. په فرعي ګروپ کې ېې چې د اکاري په نامه یادیږي شني او کټمل شامل دي.
 
بدن او د بدن ضمیمې
د اراکنید د بدن کچه له ۰.۰۸ ملي متره کټمل نیولې تر د افریقا غټ لړم هادو جېنس تروګلوډایټس (Hadogenes troglodytes) چې تر ۲۱ سانتي متره پورې اوږدوالی لري شته. همداسې ېې د بدن ضمیمې ډبلې لکه د لړم لکۍ او نرۍ وړې لکه د کتملو وړو پښو په څېر شته دي.
 
لکه د ټولو ارترو پوډ (arthropods) په څېر اراکنید هم په برخو وېشل شوی بدن لري، سخت بهرنۍ اسکلیټ لري، بدن ېې ضمیمې لري، ډېری یې د نورو ژو ښکار کوونکي دي. اراکنید ژامې نلري، ځینې اراکنید د خپلې خولې لاړې د خپل ښکار بدن ته تذریق کوي او له هغې وروسته د ښکار شوي ژوي د بدن مایع زبېښي. پرته له اوږد پښي پلار او کټملو په کومو کې چې بدن له یوې سیمې جوړ شوی د نورو ټولو اراکنیدو بدن له دوه برخو سر او سیه (cephalothorax, or prosoma) او ګېډې (abdomen, or opisthosoma) جوړ شوی وي. د خېټې قاب یا پوښ (sternites or ventral plates) کې یې توپیرونه د ملا قاب یا پوښ (tergites or dorsal plates) په پرتله زېات دي. اراکنید ترکیب شوې سترګې (compound eyes) لري.
ترکیب شوې سترګه – له یو صف یا ترتیب څخه جوړې شوې سترګې ته وایي په کوم صف کې چې د لید مختلف واړه واحدونه شامل وي. دا ډول سترګې په سخت پوستو او حشرو کې وي.
 
سر او سینه (cephalothorax) ېې له پاسه خوا سخت پوښ (carapace) لري. شپږ جوړه ضمیمې لري چې اولې جوړې ته ېې د کېلیسوري ( chelicerae) نوم اخلې او خولې ته ېې نږدې وي په زیاتو ډولونو کې دغه جوړه ضمیمې د پنس شکل لري لکه په لړم کې، چې ډېر وخت دغه ضمیمې د ښکار د نیولو لپاره کاریږي او په په غڼو کې کې دغه پنسونه په لاندې برخه کې زهري کیسه لري. د ضمیمې دویمې جوړې ته ېې د پیډي پالپ (pedipalps, or palps) نوم اخیستل کیږي چې په اراکنید کې د لمس دغړي په توګه کاریږي. په غڼو او اوږد پښي پلار کې دغه ضمیمه د پښو په څېر دي مګر په لړم کې کېلټ یا کېلیسوري په څېر ښکاري. د ضمیمو نورې څلور جوړې قدم وهونکې پښې (walking legs) دي د کومو په ذریعه چې حرکت کوي. د څلور جوړو ضمیمو کې اوله جوړه ځینې اراکنید د لمس لپاره کاروي لکه بې لکۍ لړم. په ځینې کټملو کې چې کله واړه وي دغه څلور ضمیمې مکملې نه وي یوازې دوه یا درې جوړې پښې لري خو کله چې بلوغیت ته ورسیږي بیا څلور جوړې شي.
په ډېرو اراکنید کې سر او سینه (cephalothorax) او بطن سره وصل وي خو په ځینې اراکنید کې بیا لکه د ساقې په څېر یو تونل دواړه سره وصل کړي وي.
 
خپرېدل او پرېماني
پرته له ځینې اراکنیدو چې په اوبو کې ژوند کوي ټول په وچه کې ژوند کوونکي د بل ژوي ښکار کوونکي دي. غڼې چې د ډلې نوم ېې ارانیدا (order Araneida)، کروندګر یا اوږد پښي پلار چې د ډلې نوم ېې اوپیلیون (order Opiliones)، فالس لړم چې د ډلې نوم ېې پسیډو سکورپینیز (Pseudoscorpiones) ده همداسې شني او کټمل چې په فرعي کلاس اکاري (order Pseudoscorpiones) کې ډلبندي شوي تقریبا په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي.
 
د مثل تولید
په ډېرو موردونو کې نر په مستقیمه توګه ښځې ته سپیرماتوزوا نه انتقالوي. خپله کې مراسم لري او د همدې مراسمو له لارې ښځینه دې ته اړ باسی چې د سپرمو کپسول ومني. د جنسي نزدیکت په وخت کې سپرم یوې کیسې ته چې د ښځینه د مثل تولید په سیستم کې ده انتقالوي کومه چې د سپیرماتیکا (spermatheca) په نامه یادیږي.
 
ډېر اراکنید خپلې هګۍ په خاوره یا بلې محفوظې سیمه کې کوي او له هګیو کولو وروسته ېې خیال نه ساتي. خو د ځنې ګرموسیمو اراکنید بیا له خپلو هګیو سره پاتې کیږي او ساتنه ېې کوي. د ځینې لړمانو هګۍ په خیټه پسې لاندې نښتې وي او له ځان سره ېې ګرځوي. په ځینې لړمانو کې هګۍ د مور په خېټه کې وده کوي او بچیان ېې پیدا کیږي. د ډېرو وړو اراکنیدو د وړوکتوب د ژوند په اړه کافي مالومات نشته.
 
ایکولوژي او چلند
ډېر اراکنید سره له دې چې پرېمانه دي خود پټ ژوند کولو په وجه په چاپیریال کې نښکاري. ځینې کټمل او شني پرازیت دي، ځینې غڼې اوبو ته نږدې ژوند کوي، ځینې کټمل په اوبو کې ژوند کوي. ډېر اراکنید یواځې ژوند کوي او د لنډ وخت لپاره د جنسي نزدیکت په وخت کې راغونډیږي. سره له دې چې بهرنۍ کلک پوستکی لري له اوبو لرې والی کوي ډېر ېې په محفوظه سیمه کې ژوند اختیار کوي. ځینې ېې په سمڅو، خاور او د دېوارونو په سوریانو کې ژوند کوي. کوم ېې چې په سمڅو کې ژوند کوي ډېر ېې سترګې نلري. ځنې ېې غږ هم کوي.
 
خواړه
ډېر اراکنید په نورو وړو ارتروپوډ باندې خپل ځان تغذیه کوي. ځینې ېې د بوټو پرازیت دي لکه کټمل او غڼې، ځینې ېې د ژوند څو دورې لري لمړی له حیواناتو بیا له بوټو خپل خواړه زبېښي. کوم چې پرازیتي دي د خولې برخه کې د زبېښلو لپاره غړي لري. ځینې ېې چې نور حیوانات ښکار کوي له ښکار کولو وروسته ېې بدن کې سوری کوي او د بدن په مایعاتو ېې ځان تغذیه کوي. ټول اراکنید په ډېره فعاله توګه خپل ښکار پسې ګرځي خو ډېر ېې بیا انتظار کوي.
Haeckel Arachnida
For description page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons