سینیداریان – Cnidarian

بل نوم ېې کیسه لرونکی بدن یا کوی لینټرېټ ده. د فیلوم سینيداریا (کولینټېراټا) غړي دي. تقریبا ۹۰۰۰ ډولونه لري. ډېر ېې په سمندر کې ژوند کوي. په سینیداریان کې د اوبو مار، مرجان، سمندري ناوې چې یو ډول ماهیان دي، د پرتګال د جګړې سړیان، سمندري انېمون، د سمندر قلم، د سمندر وایپ او د سمندر پکې شاملې دي. 

 

د سینداریا فیلوم له څلور کلاسونو جوړ شوی: هایدروزوا (هایدروزوانس)، سیفو زوا (سیفوزوانس)، انتو زوا (انتوزوانس) کیبوزوا( کیبوزوانس). ډېر سینداریان خپلمنځ کې شریکې ځانګړتیاوې لري او د غه شریکې ځانګړتیاوې د هغې تیوري ملاتړ کوي کومه چې باور لري ټولو سینداریان له یو نسل نه خپاره شوي. په تازه اوبو او سمندر دواړو کې پیدا کیږي، تر ټولو زېات ېې د ګرمو سیمو په اوبو کې موجود دي. یوازې سنیداریان د حجرې په داخل کې مایکروسکوپي کپسول تولیدوي چې د نیماتوسیست یا سيني دای په نامه یادیږي له کوم چې د سینیداریان نوم اخیستل شوی. بل نوم ېې د کیسې لرونکی حیوان (کوی لینټرېټ) د دې حیوان عصري نوم ده او د بدن له جوړښت نه ېې اخیستل شوی.
 

 

عمومي ځانګړتېاوې 
د بدن کچه او د جوړښت توپیرونه 
سینیداریان داسې جوړ شوي چې له مرکزي محمور نه ېې یو بل ته ورته غړو وده کړې. سیفالیزېشن یا هغه د بدن غړی چې سر او مغز لري په دې حیواناتو کې نشته. د بدن حجرات ېې دوه طبقې لري لکه د پرمختللو بدنونو په څېر درې طبقې نلري. بدن ېې یوه کیسه لري چې د کوی لینټېرون په نامه یادیږي او د دغې کیسې یوه خوا (خوله ) خلاصه وي. د دې حیواناتو حجرات په مختلفو نسجونو کې سره ترتیب شوي خو بدن کې ځنې غړي نشته. بدن ېې دوه شکلونه لري د یو شکل نوم ېې پولیپ او د بل شکل نوم ېې مېدوسا ده. دا دواړه شکلونه د یو سینیداریان د ژوند په اوږدو کې رامنځ ته کیږي. 
 
دپولیپ شکل ېې پاسه خوا ته خوله لري، استوانه ای بدن ېې له لاندې طبقې سره وصل وي، خوله ېې داخلي حلق لري. 
د ډېرو سینیداریان پولیپ د بدن کچه تر یو ملي متره پورې رسیږي. ځنې پولیپ بیا په کالونیو کې ژوند اختیار کوي او له کومو پولیپ چې پیدا شوي د بدن کچه ېې تر خپلو پلرونو غټه وي.

خپرېدل او پرېماني 

د اکوسیستم لرونکي انتوزوانس د اوبو په لاندې برخه کې ژوند کوي. د سخت او نرم بدن لرونکي مرجان ېې د ګرمو سیمو په اوبو کې ژوند کوي. د نرم بدن انتوزوانس د سمندر په ډبریزو سیمو کې هم پیدا کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons