السټونایټ – Alstonite
بل نوم ېې بروملایټ (Bromlite) ده. د باریم (barium) او کلسیم کاربونېټ (calcium carbonate) منرال (CaBa(CO3)2) ده; کمه اندازه سټرونټیم (strontium) ېې هم په ترکیب کې شامل وي. رنګ ېې بې رنګه، روښانه خړ او یا ګلابي وي. روڼ یا نیمه روڼ وي. د کرسټال سیستم ېې اورتورومبیک (orthorhombic) ده کوم چې د اراګونایټ (aragonite) د کرسټال سیستم سره ورته والی لري. السټونایټ د کلسایټ (calcite)، بارایټ (barite) او ویدېرایټ (witherite) سره د کمې تودوخې هایدروتېرمل رسوب په شکل کې پیدا کیږي.
باریټو کلسایټ (Barytocalcite) او پارل سټونایټ (paralstonite) ورته کیمیاوي فورمول لري خو د کرسټال جوړښت ېې له السټونایټ سره توپیر لري. درېواړو ته د ټریمورفوس (trimorphous) نوم اخلي. د السټونایټ د کرسټال سیستم ټریکلینک، د باریټو کلساټ د کرسټال سیستم مونوکلینیک او د پارل سټونایټ د کرسټال سیستم ټریګونل ده. نوم ېې په کال ۱۸۴۱کې اوګوسټ برایټ هوپټ (August Breithaupt) ایښی.
عمومي ځانګړنې |
کاربونېټ منرال | کټګوري |
BaCa(CO3)2 | فورمول |
5.AB.35 | د سټرنز طبقه بندي |
ټریکلینیک | د کرسټال سیستم |
Triclinic | د کرسټال کلاس |
نامالوم | د واټن ګروپ |
a = 17.38, b = 14.40 c = 6.123 [Å]; α = 90.35° β = 90.12°, γ = 120.08°; Z = 24 |
د حجرې واحد |
پېژندنه |
د واورې په څېر سپین، بې رنګه، زېړ رنګه خړ، زېړ رنګه کریمي، ګلابي زېړ، ګلابي سور | رنګ |
نا برابره، نا مساوي uneven | ماتېدنه |
4 – 4.5 | کلکوالی (mohs) |
ښیښه اي | ځلا (luster) |
سپینه | خط یا کرښه (streak) |
روڼ تر نیمه روڼ | روڼتیا یا شفافیت (Diaphaneity) |
3.70 | ځانګړی وزن (Specific gravity) |
دوه محوره Biaxial (-) | نوري ځانګړتیاوې (Optical properties) |
nα = 1.526 nβ = 1.671 nγ = 1.672 | د انکسار شاخص (Refractive index) |
δ = 0.146 | دوه ګونی انکسار (Birefringence) |
6° اندازه شوې، 8° حساب شوې | 2V زاویه |
Comments
So empty here ... leave a comment!