المانډین – Almandine
ځنې خلک ورته د المانډایټ (almandite) نوم اخلي چې دا نوم ېې ناسم ده. د ګارنېټ ګروپ سره تړاو لري. نوم ېې له الاباندیکوس (alabandicus) نوم څخه پټ شوی کوم چې پلیني دې اېلډر (Pliny the Elder) په یوې ډبرې ایښی او دغه ډبره د کاریا په الابانډا چې د کوچنۍ اسیا (Alabanda, a town in Caria in Asia Minor) یو ښار ده موندل شوې وه. المانډین یو د وسپنې الومینا ګارنېټ ( iron alumina garnet) ده. کله چې ګرد وتراشل شي نو د کاربنکل (carbuncle) نوم ورته اخیستل کیږي. المانډین له نورو هغو غړو سره چې ګارنېټ پایروپ (garnet pyrope) دي د جامد محلول لړۍ (end-member of a mineral solid solution series) کې د پای غړی ده او د کرسټال فورمول ېې (Fe3Al2(SiO4)3) ده په کوم کې چې د وسپنې ځای مګنیزیم نیولی او ترکیب ېې په پایروپ (pyrope) باندې غني ده.
کوم المانډین چې د وسپنیز کلاس د پای غړی ده فورمول ېې (Fe2+3Al2Si3O12) ده او د سیلیکاټ ډبرو جوړونکی او د ځمکې په قشر کې د (upper mantle and transition zone) اصلي تشکیلونکی ګڼل کیږي.
تر ټولو زېات په سریلانکا کې پیدا کیږي او کوم چې بانجاني رنګ ته ورته رنګ لري د سیلان یاقوت (Ceylon-ruby) نوم هم ورته اخیستل کیږي. ځنې خلک ورته سیریم ګارنېټ (Syriam garnet) هم وایي او باور کیږي چې دا نوم له سیریم (Syriam) نه اخیستل شوی کوم چې د پیګو (Pegu) چې اوسمهال د میانمر یا برما برخه ده زوړ ښار وو. د المانډین خورا زېاته برخه څو کاله وړاندې د استرالیا په شمال کې وموندل شوه او لمړی په سوداګرۍ کې د یاقوت بیا وروسته د استرالیا په یاقوت ونومول شول.
عمومي ځانګړنې |
نیسو سیلیکاټ Nesosilicate | کټګوري |
Fe2+3Al2Si3O12 | فورمول |
9.AD.25 | د سټرنز طبقه بندي |
Cubic مکعبي | د کرسټال سیستم |
Ia3d | د واټن ګروپ |
پېژندنه |
له سور رنګه نارنجي تر سور، کم بانجاني، له سور تر سور بانجاني رنګه | رنګ |
مخروطي |
ماتېدنه |
7 – 7.5 | کلکوالی (mohs) |
غوړ تر ښیښه اي greasy to vitreous | ځلا (luster) |
سپینه | خط یا کرښه (streak) |
4.05 (+.25, -.12) | ځانګړی وزن (Specific gravity) |
1.790 (+/- .030) | د انکسار شاخص (Refractive index) |
هېڅ یو | دوه ګونی انکسار (Birefringence) |
Comments
So empty here ... leave a comment!