آلېمونټایټ – Allemontite
ارزېنیک انټیمونایډ (arsenic antimonide) منرال (AsSb) ده. د آلیمونټ (Allemont) په توګه د ایټالیا په والټېلینا (Valtellina, Italy) او د نوېدا په کم سټاک لوډ (Comstock Lode, Nevada) کې په رګونو کې پیدا کیږي؛ د سوېدن په واروتراسک (Varuträsk, Swed)کې د لیتیم په پېګمنټایټ (lithium pegmatite)کې هم موندل کیږي.
الې مونټایټ (allemontite) د سټېبارسن (Stibarsen) په نوم هم پېژندل کیږي کوم چې د ارزېنیک انټیمونایډ (AsSb) یا انټي موني ارزېنایډ (SbAs) طبعي شکل ده. د سټیبارسن نوم ېې د لاتین لفظ سټیبیېم (stibium) څخه اخیستل شوی. الې مونایټ (allemonite) الې مونټ (Allemont) ته رجوع کوي او الې مونټ د فرانسې یوه سیمه ده چېرې چې دا منرال په لومړي ځل موندل شوی وو. ډېر وخت دا منرال له ارزېنیک یا انټي موني (arsenic or antimony) سره مخلوط شکل کې پیدا کیږي. په کال ۱۹۴۱ کې له وړاندیزونو وروسته دا پرېکړه وشوه چې سټیبارسن نوم د (AsSb) لپاره وکاروي او الې مونټایټ د مخلوط لپاره وکارول شي خو له ۱۹۸۲ را په دېخوا د منرالوجي نړیواله اداره (International Mineralogical Association) په دې اند ده چې سټیبارسن د دې منرال سم نوم ده. د سټیبارسن د کرسټال جوړښت ارزېنیک او انټیموني ته ورته ده.
عمومي ځانګړنې |
ارزېنیک منرال | کټګوري |
AsSb | فورمول |
مثلثي یا تریګونال Trigonal | د کرسټال سیستم |
شپږ څنډې لرونکی Hexagonal scalenohedral H-M symbol: (3 2/m) |
د کرسټال کلاس |
R3m (No. 166) Pearson symbol: hR6 |
د واټن ګروپ |
a = 4.045, c = 10.961 [Å], Z = 6 | د حجرې واحد |
پېژندنه |
سپین، خړ، خړ رنګه سپین، سور رنګه سپین | رنګ |
پښتورګي ته ورته | د کرسټال عادت |
برابره | ماتېدنه |
3–4 | کلکوالی (mohs) |
وسپنیز | ځلا (luster) |
خړ رنګه تور | خط یا کرښه (streak) |
غېر شفاف | روڼتیا یا شفافیت (Diaphaneity) |
5.8–6.2 (meas.); 6.37 (calc.) | ځانګړی وزن (Specific gravity) |
Comments
So empty here ... leave a comment!