د الکلي فیلډ سپر – Alkali feldspar

ټول هغه عام سیلیکاټ منرالونه چې مختلف رنګونه لري، د ښیښه اي کرسټال شکل لري. د ښیښې جوړونې او له خټو جوړو لوښو په صنعت کې کاریږي. کوم چې روڼتیا لرونکي دي، روښانه ځلېدونکي رنګونه لري ځنې د ګاڼې جوړونې د صنعت لخوا د قیمتي کاڼو په توګه کاریږي. د ډبرو جوړونکي یا تشکیلونکي ګڼل کیږي. د اورشیندنې په الکلي لرونکو او اسید لرونکو ډبرو کې خورا زېات او پرېمانه موندل کیږي. د سودیم الو مینو سیلیکاټ (sodium aluminosilicate) او د پوتاسیم الومینو سیلیکاټ (potassium aluminosilicate) مخلوط ګڼل کیږي. دواړه د سودیم او پوتاسیم الومینو سیلیکاټ مختلف شکلونه لري، هر یو شکل جلا جوړښت لري. په لوړه تودوخه کې ېې ثابت شکل سنیداین (sanidine) ده (سودیم الو مینو سیلیکاټ). د کمې تودوخې ثابت شکل لرونکو کې اورتو کلېز (orthoclase)، مایکرو کلین (microcline) او ادولاریا (adularia) شامل دي (پوتاشیم الومینو سیلیکاټ).
 د الکلي فیلډ سپر ګروپ منرالونه هغه منرالونه دي چې په الکلي عناصرو، پوتاشیم او سودیم غني وي. البایټ هم د کیمیاوي ترکیب له مخې الکلي فیلډ سپر ګڼل کیږي او همداسې په پلاجیوکلېز لړۍ (plagioclase series) کې د الکلي د ګروپ د پای غړی ده.
:د الکلي فیلډ سپر مترادف نومونه
Anorthoclase, Microcline, Orthoclase, Perthite, Sanidine, Sodic Albite
د الکلي فیلډ سپر پېژندلو لپاره لاندې انځورونه وګورئ
البایټ
سنیداین
مایکرو کلاین
سرچینې :
Sources:
https://www.mindat.org/min-118.html 
https://www.britannica.com/science/alkali-feldspar
https://en.wikipedia.org/wiki/Alkali_feldspar

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons