البایټ – Albite
عام فیلډ سپر منرال، یو سودیم الومینوسیلیکاټ (sodium aluminosilicate) ده. چې په پیګماټایټ (pegmatites) او فلزیک (felsic) د اورشیندنې ډبرو (igneous rocks) کې پیدا کیږي لکه د ګرانیټ (granites) ډبرو کې. له دې پرته ممکن د اوتي جېنیک البایټ (authigenic albite) په توګه په ځینې رسوبي ډولونو کې هم وموندل کیږي. البایټ معمولا د ماتېدونکي (brittle)، ښیښه اي کرسټال په شکل کې وي چې ممکن بې رنګه، سپین، تور، زېړ، ګلابي یا شین رنګ ولري. البایټ د ښیښې او له خټې جوړېدونکو لوښو (ceramics) کې کاریږي خو اساسي جیولوجیکي ارزښت ېې ډبره جوړونکی منرال ده.
البایټ د پلاجیوکلېز فیلډ سپر د جامد محلول لړۍ (plagioclase feldspar solid solution series) د سودیم د پای غړی ده او په داسې وضعېت کې پلاجیو کلېز (plagioclase) ښي چې له ۱۰% کم انور تایټ (anorthite) لري. او د الکلي فیلډ سپر لړۍ (alkali feldspar series) کې د سودیم د پای غړی ده.
نوم ېې د لاتین لفظ له (albus) څخه اخیستل شوی. البایټ دوه ډولونه لري چې لوړ او ټیټ البایټ ته رجوع کوي. لوړ البایټ ېې د انالبایټ (analbite) په نوم هم یادیږي. د دواړو ترمنځ توپیر د حجرې په واحد (unit cell) کې ده. که چېرې ټیټ البایټ ته له ۷۵۰ °C زېاته تودوخه ورکړل شي لوړ البایټ تولیدوي او که چېرې له ۱۰۵۰ °C زېاته تودوخه ورکړل شي نو د کرسټال سیستم ېې له تریکلینیک (triclinic) څخه مونو کلینیک (monoclinic) ته بدلیږي او دا ډول ېې د مونالبایټ (monalbite) په نامه یادیږي. البایټ په لمړي ځل په کال ۱۸۱۵ کې، د سویډن د دالارنا (Dalarna) ولایت، په فالون (Falun) ښار کې پیدا او وپېژندل شو. البایټ د قیمتي ګاڼې یا ډبرې په توګه هم کاریږي.
عمومي ځانګړنې |
پلاجېوکلېز، فیلډ سپر | کټګوري |
NaAlSi3O8 or Na1.0–0.9Ca0.0– (repeating unit) 0.1Al1.0–1.1Si3.0–2.9O8 | فورمول |
9.FA.35 | د سټرنز طبقه بندي |
تري کلینیک | د کرسټال سیستم |
پیناکوئیدال (Pinacoidal) | د کرسټال کلاس |
C1 | د واټن ګروپ |
a = 8.16, b = 12.87 c = 7.11 [Å]; α = 93.45° β = 116.4°, γ = 90.28°; Z = 4 |
د حجرې واحد |
پېژندنه |
بې رنګه، سپین، تور، زېړ، ګلابي یا شین رنګ | رنګ |
معمولا په 001 یا 010 کې پولي سینتېټیک کرښه ورکوي | دوه ګونیتوب |
نا برابره یا نا مساوي تر پیناکوئیډال پورې | ماتېدنه |
6–6.5 | کلکوالی (mohs) |
ښیښه اي | ځلا (luster) |
سپینه | خط یا کرښه (streak) |
روڼ تر نیمه روڼ | روڼتیا یا شفافیت (Diaphaneity) |
2.60–2.65 | ځانګړی وزن (Specific gravity) |
Biaxial (+) دوه محوره | نوري ځانګړتیاوې (Optical properties) |
nα = 1.528–1.533 nβ = 1.532–1.537 nγ = 1.538–1.542 | د انکسار شاخص (Refractive index) |
δ = 0.010 | دوه ګونی انکسار (Birefringence) |
85–90° (ټیټه); 52–54° (لوړه) | 2V زاویه |
د البایټ پېژندلو لپاره د البایټ انځورونه لاندې وګورئ
Comments
So empty here ... leave a comment!