سپین مرمر – Alabaster

د کچ یو شکل ده چې له پیړیو ېې خلک د انځورګرۍ لپاره کاروي. نیمه روڼ ده او د واورې په څېر سپین رنګ لري خو په مصنوعي توګه بل رنګ هم ورکول کیږي. د تودوخې په ذریعه د مرمر شکل ته ورته شکل ته هم بدلېدای شي. د سپین مرمر په نړۍ کې تر ټولو ستر د سوداګرۍ مارکېټونه د ایټالیا فلورنس، لیورنو، میلان او د جرمني بیرلین ښار ده. پخوانۍ سپین مرمر چې پخوانیو خلکو د انځورګرۍ لپاره کارولی نصواري او یا زېړ اونیکس مرمر (onyx marble) وو.
سپین مرمر نرم منرال یا ډبره ده چې زېات وخت د انځورګرۍ لپاره ترې کار اخیستل شوی خو د ګچ یا پلاستر پوډر لپاره هم پروسس کیږي. دا نوم د لرغون پوهانو، ځمکپوهان او د ډبرو د صنعت کار کوونکو لخوا په مختلفو طریق کاریږي. ځمکپوهان دا نوم یوازې د ګچ یو ډول ته کاروي. د کیمیا له مخې ګچ د کلسیم هایډروس سلفایټ (hydrous sulfate) ده، مګر سپین کلسایټ د کلسیم یو کاربونېټ ده. بله معنی ېې دوه مختلف منرالونه دي. د سپین مرمر دواړه ډولونه ورته ځانګړنې لري. دواړه روښانه رنګ لري، نیمه روڼ دي، نرمې ډبرې دي او د انسانانو د تاریخ په اوږدو کې د انځورګرۍ لپاره کارېدلي.
د کلسایټ ډول ېې د اونیکس مرمر (onyx-marble) په نامه پېژندل کیږي او د (Egyptian alabaster, or Oriental alabaster) نومونه هم ورته اخیستل کیږي. خو په منځني ختیځ کې هر پخوانی سپین مرمر کلسایټ نده. او د منځنیو پیړیو اروپا کې کارېدلی سپین مرمر ګچ ده. عصري سپین مرمر ممکن کلسایټ وي او یا ګچ. مګر دواړه په اسانۍ اوبو کې حل کیږي او په سانۍ کار پرې کیږي. ډېر وخت د دروازو مخې ته پرې د ښکلا لپاره انځور ګري شوې کومې چې ډېر زېات وخت دوام نده کړی. د دواړو کلکوالي کې خورا زېات توپیر ده د ګچ سپین مرمر د ګوتې په نوکانو هم تراشل کیږي او کلکوالی ېې ۱.۵ تر ۲ ده. خو د کلسایټ سپین مرمر کلکوالی ۳ ده او د ګوتې په نوکانو نه تراشل کیږي خو په چاړه باندې تراشل کېدای شي. د کلسایټ سپین مرمر کوم چې کاربونېټ (carbonate) ده که له هایدرو کلوریک اسید (hydrochloric acid) سره یو ځای شي جوش کوي یا خوټیږي. مګر د ګچ سپین مرمر تقریبا بې اغیزه پاتې کیږي.
ممکن دا لفظ د لاتین له الاباستر (alabaster) او د یوناني لفظ الاباستروس [ἀλάβαστρος (alabastros) or ἀλάβαστος (alabastos) ] څخه اخیستل شوی. د یونان دا نوم له الاباستر جوړې ګلدانۍ د پېژندلو لپاره وکارېده. دا نوم ممکن د پخواني مصر له آ لاباسټ (a-labaste) نوم څخه اخیستل شوی وي کوم چې د مصریانو د خدای کشتۍ وه. دا ښځینه خدایه مصریانو زمرۍ ګڼله او د همدې کشتۍ په سر به ېې کینولې وه. بل وړاندیز داسې شوی چې ممکن دا نوم د مصر د الاباسټرون (Alabastron) د ښار له نومه اخیستل شوی وي کوم چې د روم د مپراتورۍ یو لیکوال پلیني (Pliny) په ډبره لیکلی وو او تر اوسه د دې ښار اصلي موقیعت نده معلوم.
د کلسایټ او د ګچ له سپین مرمر څخه جوړې شوې مجسمې لاندې انځورونو کې وګورئ

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons