اکېرمنایټ – Åkermanite

د سورو سیلیکاټ (sorosilicate) ګروپ میلیلایټ (melilite) منرال ده. کلسیم، مګنیزیم، سیلیکون او اکسیجن پکې شامل دي. د سیلیسیوس لایم سټون (siliceous limestones)، ډول سټون (dolostones) او د سانیدینیت فاسیز ډبرو (rocks of sanidinite facies) د اړیکې میټامورفېزم (contact metamorphism) تولید ده. سانیدینیت فاسیز د میټامورفېزم اړیکې د تودوخې تر ټولو د لوړ وضعېت ښودنه کوي او ځانګړتیا ېې د هایډروس منرالونو (hydrous minerals) نشتوالی ده. غلظت ېې  2.944 g/cm3ده. د اکېرمنایټ سختوالی ۵ تر ۶ پورې ده او په خړ، شین، نصواري رنګ کې او یا بې رنګه پیدا کیږي. که چېرې کرښه پرې کش شي او یا خط پرې ولیکل شي رنګ ېې سپین وي. ښیښه اي او یا د ونې د کنډ زېړ رنګ ته ورته ځلا لري. دا منرال په لمړي ځل اندرس ریچارډ اکېرمان (Anders Richard Åkerman)چې د سویډن وو پېژندلی.

 

عمومي ځانګړنې

 

سوروسیلیکاټ کټګوري
Ca2Mg(Si2O7) فورمول
9.BB.10 د سټرنز طبقه بندي
ټټراګونال یا څلور زاوېې لرونکی، څلور کنچه لرونکی د کرسټال سیستم
Scalenohedral (42m) د کرسټال کلاس
P421m د فاصلې ګروپ
a = 7.8288(8)
c = 5.0052(2) [Å]; Z = 2
د حجرې واحد

پېژندنه

 

 خړ، شین، نصواري رنګ کې او یا بې رنګه رنګ
روڼ او نیمه روڼ دوه ګونیتوب
مخروطي، نا منظمه، نا برابره یا نامساوي ماتېدنه
5 – 6 کلکوالی (mohs)
روڼتیا یا شفافیت (Diaphaneity)
2.944 ځانګړی وزن (Specific gravity)
یوم حوره Uniaxial (+) نوري ځانګړتیاوې (Optical properties)
nω = 1.632 nε = 1.640 د انکسار شاخص (Refractive index)
δ = 0.008 دوه ګونی انکسار (Birefringence)

 

سرچینې :
Sources:

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons