الکسندر بیوکن – Alexander Buchan

د اپرېل په ۱۱ نېټه، کال ۱۸۲۹، د سکاټلنډ د کینروس په کینسوډ کې زېږېدلی او د می په ۱۳ نېټه، کال ۱۹۰۷، په اېدېن برګ کې مړ شوی.
د انګلستان هوا پېژندونکی وو. مسلک ېې درس ورکول وو خو د شوق لپاره ېې په بوټپوهنه کې اضافي وخت تېروه. په کال ۱۸۶۰ کې ېې له (Scottish Meteorological Society) ادارې سره کار پېل کړ او په پراخه کچه ېې د دې ادارې مجلې ولیکلې. په کال ۱۸۸۷ کې د هوا پېژندنې د شورا (Meteorological Council) غړی شو. په ۱۹۰۲ کې ېې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او د انګلستان تر ټولو ښه او ستر هوا پېژندونکی وګڼل شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons