د سبا باد – نسیم – Breeze

له سختو بادونو (gale) څخه کمزوری ده. ځنې سیمه ایزو بادونو ته هم د سبا باد نوم اخلي. لکه د سمندر، د ځمکې، دغره او د درې د سبا بادونه. د ځمکې په سطحه کې د غېرې مساوي تودوخې او سړو له امله د ورځې لخوا تولیدیږي. د ورځې لخوا کله چې لمریزې وړانګې په ځمکه غورزیږي نو له سیمې تېرېدونکی د بادونو د فشار سیستم ممکن د دې وړانګو مخنیوی وکړي او یا ېې نورې هم پیاوړې کړي.
د ځمکې سطحه د اوبو د سطحې په پرتله ژر ګرمیږي او ژر سړیږي او په همدې وجه د اوبو له سطحې د ځمکې خواته باد لږیږي لکه د ورځې لخوا د جهیل د سبا باد (lake breeze) او همداسې د شپې لخوا د اوبو په لور د ځمکې لخوا لږېدونکی د سباد باد (land breeze). د سمندر د سبا باد تر نورو تېز وي او ځنې وخت تر ۸ °Cدرجو پورې تودوخه راکموي چې په سیمه ایز اقلیم کې د تغیر لامل کیږي په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې واړه او تنګ ساحلونه لري. د درو د سبا بادونه هم چې کله د درې سطحه ګرمه شي نو د بادونو په لږېدو کې مرسته کوي چې د غونډیو او غرونو په سطحه د لوړو څوکو په لور حرکت کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons