Alexander von Humboldt – الکسندر فون هومبولټ

بشپړ نوم ېې (Friedrich Wilhelm Heinrich Alexander, Freiherr baron von Humboldt) ده. د سپټمبر په ۱۴ نېټه، کال ۱۷۶۹، د جرمني په بیرلین ښار کې زېږېدلی او د مې په ۶ نېټه، کال ۱۸۵۹، په بېرلین کې مړ شوی.
د کلاسیک دور په فزیکي او ژون جغرافیه کې نامتو څېره وه اوسمهال دواړه مضامین د ځمکې په ساینس او ایکولوجۍ کې ورګډ شوي. د کوسموس (kosmos) په نامه کتاب یې د خلکو مینه له ساینس سره پیدا کړه
د فریډریک دې ګریټ (Frederick the Great) په دور کې یې پلار د پوځ افسر وو. مور یې د فرانسې پروتسته عیسوی وه چې په انګرېزۍ کې ورته (Huguenots or French Protestants) نومونه اخلي. مور یې فرانسه په کال ۱۶۸۵ کې پریښې وه او د پرېښودو لامل یې د څوارلسم لویز پاچا لخوا د پروتستانو د مذهب ازادي لغوه کول وو. په کال ۱۷۷۹ کې یې پلار مړ شو او الکسندر او ورور یې ویلهلم (Wilhelm) مور غټ کړل. مور یې داسې ښځه وه لکه چې بیخي احساس نلري او د عیسویت کلوانیزم ډلې باندې کلکه باورمنده وه. په دواړو بچیانو یې د سیاسي تاریخ، اقتصاد، ریاضي او ژبو شخصي زده کړې وکړې. مور یې هیله لرله چې دواړه بچیان یې په ملکي دندو کې ښه مقام ترلاسه کړي خو الکسندر څه اندازه ناروغ او کمزوری وو او د مور د فشار له امله یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی وو، الکسندر غوښتل چې پوځ ته ولاړ شي خو مور یې له دې فکره د زده کړو لور ته ګرځولی وو. الکسندر په (University of Frankfurt an der Oder) پوهنتون کې چې کله اقتصاد ولوست او له لوستلو وروسته یې پاېله هېڅ شوه نو بېرلین ته یو کال ولاړه او هلته یې د انجنیري یو کلنه روزنه ولیده او ناڅاپه د بوټپوهنې او ګیاه پوهنې لور ته تشویق شو. د بیرلین چار چاپیره سیمو کې یې خورا زیات بوټي راغونډ کړل او د بوټو ډلبندي کول یې زده کړل خو د الکسندر شوق دومره زیات وو چې په دې بوټو یې ګزاره ونشوه او د بوټو د راغونډولو لپاره یې د سفر پلان ونیاوه.
 
له ۱۷۸۹ تر ۱۷۹۰ پورې یې په (University of Göttingen) پوهنتون کې جیولوجي او منرالوجي ولوسته کومو زده کړو چې الکسندر ته د ساینس دروازې پرانیستې. په سهار کې به یې د منرالونو په زیرمو کې کار کوه، له غرمې وروسته به ۴ تر ۵ پنځه ساعته پورې پوهنتون ته تله او ماښام به یې له بوټو سره تېروه. خپل پوهنتون یې له ډګري اخیستلو پرته پرېښود او یو کال وروسته پروسیا پاچایي دعوت کړ تر د څو پروسیا له حکومت سره کانونو کې کار وکړي. له دندې وروسته یې چې کله پیسې پیدا کړې نو په خپلو شخصي پیسو یې د منرالوجۍ ښونځی جوړ کړ خو بیا یې هم منرالوجي د مسلک په توګه غوره نکړه. په کال ۱۷۹۷ کې یې له خپلې دندې استعفا وکړه او هڅه یې وکړه چې په یوازې ځان د ځمکې د مساحت په سیستم، هوا پېژندنې په سیستم او د ځمکې د جاذبې په سیستم ځان پوه کړي. د هسپانیا له حکومت څخه یې اجازه تر لاسه کړه تر څو د امریکا په سوېل او مرکزي امریکا کې د هسپانیا مستعمرو ته سفر وکړي. دې کالونیو ته یوازې د هسپانیا چارواکو او هغو کسانو چې د عیسویت د کتولیک ډلې ماموریت یې په غاړه لره سفر کولای شو او د نورې ټولې نړۍ پر مخ دې سیمې ته د سفر لارې تړل شوې وې. په کال ۱۷۹۹ کې یې د فرانسې له مارسی نه سفر پېل کړ او په سفر کې د فرانسې یو بل ګیاه پوه اېمې بونپلا (Aimé Bonpland) چا سره یې چې په پاریس کې لیدلي وو مل وو. د سفر لګښت یې د مور له مرګ څخه وروسته په میراث کې د الکسندر رسېدلې برخه وه. دواړه تقریبا پنځه کاله سفر وکړ او د سفر پر مهال یې په پښو تګ، په اسانو سورلۍ کوله، په پنځه کاله کې یې تقریبا ۶۰۰۰ میله (۹۶۵۰ کیلو متره) لار وهلې وه او له سختو شرایطو سره پکې مخ شوي وو.
 
سفر یې له کاراکاس څخه پېل کړ او سوېل لور ته د وښو ځمکه (grassland) ټوله سر تا پایه وهلې او له دې سیمې د اپیور سیند غاړې ته رسېدلي وو. په سیند کې له سفر کولو وروسته یې د (Casiquiare River) په ذریعه د دوه سیندونو (Amazon and the Orinoco) اړیکه وموندله. د سفر پر مهال یې باران او حشرو مخنیوی کوه، خواړه یې د ځنګلونو وحشي کاکاو، لوبیا او د سیند اوبه وې.
 
کله چې بېرته را وګرزېدل روغتیا یې ښه وه خو سختې تبې نیولي وو. د بېرته راګرزېدو وروسته کم وخت په کیوبا کې پاتې شول او له کیوبا څخه سوېلې امریکا ته ولاړل تر څو د اند غرونو پراخه کشف وکړي. خپل سفر یې له بوګوټا پېل کړ او تر توجیلو او پېرو پورې یې د آند غرونو په لوړو څوکو تګ وکړ. دواړه ملګري د غرونو ناروغۍ (mountain sickness) وکړول خو الکسندر له دې کړاو په فرصت دا ناروغي تشرېح کړه – د غرونو ناروغي (acute mountain sickness AMS) په نامه هم پېژندل کیږي. په روغتیا باندې د لوړې ارتفاع منفي اغیز ده او لامل یې د غره په لوړو څوکو کې کم اکسیجن ده. علایم یې سخت سر درد کېدو، زکام کېدو او یا د کاربن مونوکسایډ له امله مسموم کېدو ته ورته دي.
 
کله چې بېرته راوګرزېدل له ځان سره یې خورا زیات د بوټو ډولونه، د بوټو د ډولونو په اړه یې مالومات, د ځمکې د عرض او طول په اړه مالومات، د هوا د ورځني بدلون او بارومیتریک فشار مطالعه له ځان سره راوړې وه، د مکسیکو ټولنیز او ستاتستیک مالومات یې له ځان سره راوړي وو. الکسندر د امریکا د سوداګرۍ د ملا تیر شو او له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې ټول راغونډ شوي مالومات خپل ورور ویلهلم ته ولیږي خو له بده مرغه د انګرېزانو بیړیو لاره بنده کړې وه او ډېری مالومات یې تر منزله ونه رسېدل.
 
 
Picture by Joseph Karl Stieler – [1], Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=10393110

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons