رطوبت یا لوندوالی – Humidity

رطوبت په هوا کې د اوبو مقدار ته وایي. رطوبت یا لوندوالی د اقلیم او هوا عمده فکتورونه یا لاملونه جوړوي. په هوا کې لوندوالی یا تبخیر شوې اوبه د هوا د بدلون اړین فکتور ګڼل کیږي: لوندوالی حرارتي وړانګې (thermal radiation) له دواړو لمر او ځمکې جذب کوي او په دې سره د هوا تودوخه تنظیم کوي. څومره چې لوندوالی په هوا کې زېات وي همدومره د توپان لپاره انرژي زېاته وي. له دې پرته په هوا کې لوندوالی د ورېدنې سرچینه ده. لوندوالی هوا ته اساسا د ځمکې له سطحې ا و له سمندر څخه د اوبو د تبخیر له لارې ننوځي. په هوا کې لوندوالی د یو وخت نه له بل وخت سره؛ له د یو ځای نه له بل ځای سره توپیر لري او د توپیر لامل ېې تودوخه ده. په ۳۰ °C کې د هوا حجم تر ۴% پورې لوندوالی لرلای شي. له دې پرته کله چې دوه د بادونو لوی بدنونه سره ګډ شي او دغه بادونه مختلف تودوخه ولري هوا کې د لوندوالي لامل ګرځي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons