Amphiuma – امفیوما

ذوحیاتین یا یا دوه ژواکي دي. په انګرېزۍ کې ورته (Congo eel, or Congo snake) نومونه هم اخلي، د شمالي امریکا درې ډوله لټکې (salamander) دي، د امفیومیدای کورنۍ (family Amphiumidae) غړي او په کوداتا ډله (order Caudata) کې شامل دي.
 
نه ښکارېدونکې پښې لري او له همدې امله ډېر خلک پرې د مار یا مارکب ګمان کوي. بدن یې خړ او نصواري رنګونه لري او لاندې برخه یې زېړ ته ورته رنګ کې وي. په ډنډونو کې ژوند کوي. کلکې ژامې، تېره غاښونه لري او ډېره کلکه خوله لګولی شي. خواړه یې چنګاښ، حلزون او نور واړه ژوي دي. د القاح سیستم یې داخلي دی او په یو ځل له ۴۰ تر ۳۵۰ پورې هګۍ کوي.
Descriptiones et icones amphibiorum (19277946523)
Amphiuma By Dr. Joannes Wagler

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons