یوه مطلقه پاچایي او د خدای له لوري د مطلقې پاچايي کولو د حق دعوا: فرانسه



د مذهب جګړې فرانسه ورانه او پاچايي ېې بې ثباته کړه. په دې وخت څلورم هنري چې د فرانسې پاچا وه کوښښ وکړ چې د سلطنتي نظام د مالي چارو بیا رغونه وکړي. او د دې لپاره ېې ځنې اصولو او قواعدو کې تغیر راوسته. 

د فرانسې اقتصاد په هغه وخت کې کرنې جوړ کړی وو نو په همدې وجه ېې په بزګري کې ځنې اسانتیاوې رامنځ ته کړې :

د بزګري غله کې د کچې کموالی
د مال ساتنه او د قلبې لپاره دجغ په قیمت کې کمی
د ځنګلونو بیا رغونه
د لېوانو پر ضد ګام او له منځه وړل تر څو بزګرو ته تاوان وانړوي
په غنمو او دانګور په تاکونو کې د ښار اجازه
د غرنو او ځنګلونو د بزګرو پر قومونو وېشل
یوی نوی کلتور معرفي کول: د توت ونې چې د ورېښمو د جونجي په روزنه کې ځانګړی رول لري

څلورم هنري د دسمبر مېاشتې په ۱۳ نېټه، کال ۱۵۵۳ کې پېدا شوی
په کال ۱۵۸۹ کې پاچا شو
په کال ۱۶۱۰ کې مړ شوی.
د دې پاچا دور کې د مذهب جګړه وشوه او دنانت په نامه یو فرمان ېې په کال ۱۵۹۸ کې صادر کړ چې یوه لاسلیک شوې معاهده وه.

دېارلسم لویي په کال ۱۶۰۱ کې پېدا شوی
په کال ۱۶۱۰ کې پاچا شوی
په کال ۱۶۴۳ کې مړ شوی.
د دې پاچا وخت کې یو وزیر د ریشلیو په نامه مړ شو.
څوارلسم لویي په کال ۱۶۳۸ کې پېدا شوی
په کال ۱۶۴۳ کې پاچا شوی
په کال ۱۷۱۵ کې مړ شوی.
د دې پاچا دور کې په کال ۱۶۸۵ کې د نانت په نامه فرمان یا معاهده لغوه شوه.
پنځلسم لویي په کال ۱۷۱۰ کې پېدا شوی
۱۷۱۵ کې پاچا شوی
په کال ۱۷۷۴ کې مړ شوی.
د دې پاچا په وخت کې د مزارا په نامه کس مړ شو.
شپاړسم لويي په کال ۱۷۵۴ کې پېدا شوی
په کال ۱۷۷۴ لې کې پاچا شوی
په کال ۱۷۹۳ کې مړ شوی.
د دې پاچا په دور کې د فرانسې انقلاب په کال ۱۷۸۹ کې رامنځ ته شو.
سیاسي زورواکي یا سیاسي ابسولوتیزم

دا زما لپاره ډېره د ناخوښي خبره ده، ښاغلیو، چې اول ځل ځه خپل پارلمان ته راغلی یم. کومې موضوع چې راوستی یم ستاسې نافرمانبرداري ده، ستاسې سر زوري ده. ځه ځکه دلته راغلی یم تر څو له حد نه زیات ځلې تاسې ته خپلې هیلې واوروم .
د پاریس پارلمان ته د پاچا وینا کال ۱۵۹۷


پارلمان ته دکوم پاچا وینا ده ؟
د څلورم هنري
وینا د چا خلاف شوې او ولې ؟
دپاریس د پارلمان خلاف، پاچا له پارلمان نه د فرانبرداري او حکم منلو غوښتنه کړې
څه چې وېل غواړم، هغه فرمان یا معاهده تصدیق کړی چې ما پرې هوکړه کړې، هغه د مذهب په اړه (د نانت معاهدې لپاره فرمان). څه چې ما کړي د سولې لپاره ګټور دي؛ ما له پاچاي بهر وکړل او اوس ېې په خپله پاچايي کې هم کوم. او تاسې باید زما فرمانبرداري او اطاعت وکړۍ. که چېرې تاسې له ما د مخکنیو پاچایانو اطاعت کاوه نو زما فرامانبرداري به هم کوی. ځکه چې ځه خدای د پاچایي لپاره انتخاب کړی وم او زما حق ېې ګڼلی، په میراث هم پاچایي زما ده او په لاس ته راوړنې کې هم ما زیار ویستلی تر څو پاچا شم. 
د ټولو هغو ډلو ریښې به غوڅې کړم څوک چې د نفاق اچولو لپاره په پارلمان کې وینا وکړي. ځه او س پاچا یم او د پاچا په حیث خبرې کوم. ځه غواړم چې اطاعت مې وکړی؛ په حقیقت کې قضایه سیستم (پارلمان) زما ښی لاس دې خو که چېرې زخم شي او بیا دغه زخم فاسد شي په خپل کیڼ لاس باندې خپل ښی لاس غوڅوم. که چېرې ځما په رژیم کې خلک ځما اطاعت ونکړي له منځه ېې وړم. 
په جګ اواز باندې د پاریس پارلمان ته د پاچا وینا، ۷ د فیبروري، کال۱۵۹۹ 
پارلمان څه رد کړي ؟ 
پارلمان د نانت معاهده او په دې اړه د پاچا فرمان رد کړی. 
د پاچا په نظر پارلمان باید څه رول ولري؟
د څلورم هنري په نظر پارلمان د دې لپاره ده چې د پاچا پرېکړې عملي کړي. 
پاچا پر پارلمان د کوم چلند تحمیل کوونې هڅه کړې ؟ 
د کلک اطاعت کولو چلند پرې تحمیل کول غواړي 
له کله چې تاسې اعلیحضرت پرېکړه کړې او پر ما مو باور کړی تر څو ځنې مسایل رهبري کړم. نو په حقیقت سره ویلای شم چې پروتستانو ملک خپله کې تقسیم کړی. مشران (اشراف) داسې مشرتابه باندې پېل کړی لکه چې د دوي مسولیت نه وي او د ولایتونو قوي والیانو داسې چارې پېل کړي لکه چې دوي د مستقل ملک مشران وي. 
بهرني متحدین هم د دوي له لوري توهین شوي، او همداسې خلکو ته ځانګړې ګټې د دوي له لوري درخواست شوي. په یولفظ اعلیحضرت پاچا داسې توهین او خوار او بې ارزښته شو څرنګه چې باید نه وي. 
ځه تاسې اعلیحضرت سره وعده کوم چې کوم قدرت او اختیار مو ماته راکړی : پروتستان به پرې وځپم او د دوي ویاړ به کم ارزښته کړم. په دې سره به ستاسې نوم په بهرنیو ملکونو کې لوړ کړم چېرته چې باید وای. 
د ریشولیو د سیاسي ارادې مقدمه کال ۱۶۲۴ 

ریشولیو د کوم پاچا وزیر وو ؟
د دیارلسم لويي 
ښاغلی چانسلره (ریس) له تاسې او له خپلو وزیرانو سره مې په دې وجه غونډه وکړه تر څو درته ووایم چې تر اوسه مې غوښتل چې ځما چارې مزارا کاردینل پر مخ ویسي خو اوس د دې وخت را رسېدلی چې ځه خپله دغه چارې لاس کې واخلم. چې کله ځه مشوره غواړم تاسې به راسره په مشوره کې مرسته کوی. ښاغلیه چانسلره د هر څه په اړه زه درته امر کوم ځما د امر پرته هیځ لاسلیک یا مهر نکړې. او تاسې ښاغلی د بهرنیوچارو وزیره ځما د امر پرته د هیڅ لاسلیک ملاتړ نکوم. له هرې چارې ما هره ورځ خبر کړی. د تیاتر مخ بدلیږي: په خپل حکومت کې ځه د مالي چارو لپاره، او له بهرنیو ملکونو سره د خبرو لپاره بدل قواعد لرم چې مخکې یوازې دا دندې مزارا کاردینال پر مخ وړلای شوې. تاسې ځما پر هیلو او ارادو پوهیږی چې باید اطاعت ېې وکړی او عمل پرې وکړی. 
لويې شورا ته د مزارا له مرګ نه یوه ورځ وروسته شاهي اعلامیه کال ۱۶۶۱ 
د بهرنیو چارو وزیر(لومیني دو بریان ) چې د دې اعلامیه عیني شاهد وو، خاطره 












Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons