Angelica – انجلیکا ګیاه

د معطرو وښو یو لوی نسل ده. د کورنۍ نوم ېې اپي اې سیای (Apiaceae) چې د امبيليفېرای (Umbelliferae) په نامه هم پېژندل کیږي. په اوراسیا کې د (Angelica archangelica) له ریښو تېل لاسته راوړل کیږي او دغه تېل د مشروباتو په معطره کولو او د عطر جوړولو کې کاریږي. ځنې ډولونه ېې په خوږو کې کاریږي. د ځینې ډولونو له ریښو او پاڼو چای جوړیږي او دغه چای د دودیزو درملو په توګه د تنفس د جهاز د ځنې رنځونو په درملنه کې کاریږي.
 
په فارو ټاپو (Faroe Islands) او ایسلنډ (Iceland) کې چېرته چې دا بوټي ډېر پرېمانه دي د ګیاه ګمان ورته کیږي. په انګلستان کې ېې یو ډول د (A. sylvestris) په نامه ده چې تل شین وي تر ډېر وخته پورې دوام کوي او سپین یا بانجاني ګلان لري. په امریکا کې د (A. atropurpurea) ډول لپاره (alexanders) نوم د یو عام اسم په توګه کاریږي. 
 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons