مموفوکو آنډو – Momofuku Ando

د مارچ په ۵ نېټه، کال ۱۹۱۰، تایوان کې زېږېدلی او د جنوري په ۵ نېټه، کال ۲۰۰۷، د جاپان په اوکېدا کې مړ شوی. د (Food Products Co) موسس یا بنسټګر او د فوري آش (instant noodles) مخترع ده. په کال ۱۹۵۸ کې ېې یو ډول خواړه چې د هغه نوښت ګڼل کیږي او د رامېن (chicken ramen) په نامه یادیږي وړاندې کړل. په کال ۱۹۷۱کې ېې د (Cup Noodle) په نامه خواړه عرضه کړل. په ۲۰۰۵ کال کې ېې د جاپان فضا ته د سفر کوونکو مامورینو لپاره د فوري اش (instant noodles) خواړه چمتو کړل. په ۲۰۰۶ کال کې د دې شرکت ګټه ۱۳۱ میلیونه ډالر وه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons