Aberdeen Angus – ابېرډین انګس غوییز

ځینې خلک ورته یوازې انګس نوم اخلي. د غوښې لپاره د سکاټلنډ د غوییزو نسل دی. په شمال لویدیځ سکاټلنډ کې د ابیرډین، بانف، کېن کارډېن او انګس سیمو له غوییزو نسل اخیستل شوی. په ۲۰۱۸ کال کې د انګلستان د غوښې د مارکیټ ۱۷% غوښه چمتو کوونکی نسل ګڼل شوی. په طبیعي توګه بې ښکرو دی، د بدن رنګ یې سور یا تور وي خو د ځینو ګېډه سپین رنګ هم لرلای شي. نسل یې د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونو ته صادر شوی. په استرالیا، سوېلې امریکا، متحده ایالتونو نیوزلنډ او کاناډا کې هم زیات ساتل کېدونکي غوییز دي. په امریکا کې بیا په دوه جلا نسلونو سره وېشل شوي یو یې د امریکا انګس او بل یې سور انګس نسل دی. په ځینو هیوادونو کې یې نسل اخیستل شوی کوم چې د سکاټلنډ له انګس څخه قد کې لوړ دي.


جنتیکي بې نظمي
څلور ډوله جنتیکي بې نظمي لرلای شي لمړی (arthrogryposis multiplex) ده کومه چې د خسکیانو په مفصلونو کې د خوځښت په وړتیا اغیز کوي ؛ دوېمه بې نظمي (neuropathic hydrocephalus) ده یاده بې نظمي د سر د کوپړۍ ناسم جوړښت او غټ سر لرلو لامل کیږي ؛ درېمه بې نظمي (contractural arachnodactyly) ده کومه چې د ورون په مفصلونو کې د خوځښت په وړتیا اغیز کوي ؛ څلورمه بې نظمي یې (dwarfism) یا لنډ قد دی کوم چې د خسکي په قد اغیز کوي. دواړه غوا او غویی باید (recessive defects) جېن ولري تر څو په خسکي کې له یادو یوه بې نظمي رامنځته شي. په متحده ایالتونو کې یې ازموینه کیږي او له ازموینې وروسته اغیزمن غوییز له پادې ویستل کیږي تر څو په خسکیانو کې د جنتیکي بې نظمي مخنیوی وشي.


ځانګړنې
په سکاټلنډ کې ژمی واوره او توپانونه لري او هوا ډېره سړه وي. انګس غوییز له همدې امله ډېر کلک او له سړې هوا سره مقاومت کوونکي دي. د غوا وزن یې تر ۵۵۰ کیلو ګرامه او د غویي وزن یې تر ۸۵۰ کیلو ګرامه پورې رسېدای شي. خسکیان یې ډېر واړه پیدا کیږي او له همدې امله یې غوښه مارکېټ نه لري، ډېری خلک یې د خسکي د غوښې د پلور لپاره د شیدو لپاره له غوییزو سره دوه رګه کوي تر څو یې خسکیان هم د غوښې مارکېټ کې د منلو وړ شي. انګس غوییز په طبیعي توګه بې ښکرو دي او تور رنګ لري. د انګلستان د نورو نسلونو لکه د شمال ډیون او هېر فورډ غوییزو په پرتله ژر بلوغ ته رسېږي. په ۲۰ پېړۍ کې سور انګس هم پیدا شو کوم چې د رنګ له جېن پرته له تور انګس سره بل کوم توپیر نه لري. متحد ایالتونه سور انګس د انګس جلا نسل ګڼي خو انګلستان او کاناډا یې یو نسل ګڼي. داسې ادعا کیږي چې تور انګس د سورانګس په پرتله له سړه سره زیات مقاومت لري. په جاپان کې د انګس غوښه ښه مارکېټ لري.


مخینه
په لیکلې بڼه یې یادون له ۱۶ پېړۍ موجود دی. په ۱۸ پېړۍ کې بې ښکرو انګس غوییزو ته په موندل شوو اسنادو کې د (Angus Doddies) نوم کارول شوی. همداسې د بیوکن سیمه چې وروسته ابېرډین شېر نوم ورکړل شو د دې سیمې انګس غوییزو ته د (Buchan Humlies) نوم کارېدلی. د دواړو کلیمو (doddie and humlie) مانا “بې ښکرو” ده.

په ۱۸۲۴ کال کې ویلیم مک کامبي څوک چې وروسته د لوېدیځ د ابېرډین شېر د پارلمان غړی شو د انګس غوییزو په نسل کې د ښه والي رامنځته کولو هڅه وکړه. په کال ۱۸۳۵ کې د انګس نسل په رسمي توګه وپېژندل شو او له ګالوې نسل سره یو ځای د بې ښکرو غوییزو په کتاب کې راجستر شو. په ۱۸۷۹ کې د انګس غوییزو ټولنه جوړه شوه. د ۲۰ پېړۍ تر نیمایي پورې د انګلستان په ټولو ټاپو ګانو کې عام ساتل کېدونکی نسل شو.

ارجنټینا ته د انګس نسل یو غویی او دوه غواګانې په ۱۸۷۹ کې انتقال شوي. انتقالونکی یې اسنادو کې ډون کارلوس ګورېرو یاد شوی. د استرالیا تاسمانیا ته یې په لمړي ځل نسل په ۱۸۲۰ کې انتقال شو په دوېم ځل په ۱۸۴۰ کې ور انتقال شوی، اوسمهال د استرالیا په ټولو سیمو کې شته دي، په ۲۰۱۰ کال کې استرالیا تر ۶۲۰۰۰ پورې د انګس نسل خسکيان لرل. کاناډا ته ویلیم برون په کال ۱۸۷۶ کې انتقال کړي، ویلیم برون په هغه وخت کې د کرنې پروفیسور وو او د حکومت لخوا ورته د انګس نسل پېرلو امر شوی وو. متحده ایالتونو ته یې نسل د ۱۸۷۳ کال د مې په ۱۷ نېټه صادر شوی. په ۱۸۸۳ کې د نومبر په ۲۱ نېټه متحده ایالتونو د انګس اداره شیکاګو کې جوړه کړه. په ۱۹۵۴ کې یې د سور انګس لپاره د ادارې بنسټ کېښود. جرمني کې د انګس جلا نسل واخیستل شو کوم ته چې د جرمني انګس نوم اخلي.

تور انګس
 سور او تور انګس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons