Ayrshire cattle – اېرشېر غوییز

د شیدو لپاره د سکاټلند نسل دی. نسل یې د سکاټلنډ په اېرشېر کې اخیستل شوی. سور او سپین رنګ کې وي، سوروالی یې له روښانه نارنجي تر تېز نسواري رنګ پورې امکان لري. د منځنۍ کچې غوییز دي. وزن یې تر ۵۴۰ کیلوګرامه پورې رسیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۹۱۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. که چېرې د انسانانو لخوا بې ښکرو نشي نو ښکرونه یې تر ۳۰ سانتي متره پورې وده کوي. په هر ډول فارم کې له ژوند سره په اسانۍ بلدتیا پیدا کوي. په ۲۰۰۸ کال کې یوازې په انګلستان کې تر ۶۳۳۵۶ اېرشېر غوییز موجود وو. په متحده ایالتونو کې د یاد نسل غوییز هر کال تر ۲۵۰۰ پورې راجستر کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons