Robert Bakewell – رابرټ بېکوېل

په کال ۱۷۲۵ کې، د انګلستان په لیسټر شېر کې زېږېدلی او د اکتوبر میاشت په ۱ نېټه، کال ۱۷۹۵ کې مړ شوی. د انګلستان زراعت پوه وو چا چې په انګلستان کې د مېږو او غوییزو نسل اخیستنه کې یو بنسټیز بدلون رامنځته کړ. خپل فارم یې د ساینسي مدیریت په نامه خلکو ته ور وپېژانده. د څارویو د نسل اخیستنې لپاره د بېکوېل طریقې تر اوسه پورې کاریږي.
 
بېکوېل چې کله ځوان وو ټول انګلستان او اروپا ته یې سفرونه پېل کړل تر څو د زراعت او مالدارۍ تخنیکونه زده کړي. له خپل سفر وروسته د خپل پلار فارم ته راوګرځېد کوم چې په ۱۷۸ هکتاره (۴۴۰ جریبه) ځمکه کې جوړ وو. په کال ۱۷۶۰ کې یې پلار مړ شو او فارم بېکوېل ته په میراث کې پاتې شو. له دې وروسته یې نسل اخیستنه کې نوې طریقې پېل کړې. په خپلو څارویو کې یې نر او ښځې سره جلا کړل تر څو د تصادفي جنسي نزدیکت او زېږون مخه ونیسي.
 
بېکوېل د انګلستان لمړی بزګر وو چا چې د غوښې لپاره د مېږو او غوییزو نسل اخیستنه پیل کړه تر دې مخکې یوازې نسل اخیستنه د وړۍ او کاري موخې لپاره کېده. د اوږدو ښکرونو د غواګانو نسل یې واخیست چې بدن یې دغوښې زېات مګر د شیدو کم تولید لره. له دې پرته یې د مېږو څخه داسې نسل واخیست چې اوږده وړۍ یې لرله او د غوښې ښه تولید یې لره مګر وروسته د خوړو لپاره خلکو خوښ نکړل ځکه چې غوښې یې بدل خوند لره.
Robert Bakewell, Britannica
Robert Bakewell. Born at Dishley Grange, near Loughborough, in the Year 1726, Died Octr. 1, 1795, Aged 69 Years. Author of image F. Engleheart, sc.; published by Joseph Rogerson, 12, Norfolk Street, Strand, August 1 1849.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons