Juan Belmonte – خون بېل مونتې – جون بېل مونټ

بشپړ نوم یې (Juan Belmonte y García) ده، د اپرېل په ۱۴ نېټه، کال ۱۸۹۲ کې، د هسپانیا د سویلا په تریانا سیمه کې زېږېدلی او د اپرېل په ۸ نېټه، کال ۱۹۶۲ کې، د اوترېرا په سیمه کې مړ شوی.
د هسپانیا له غوییزو سره جګړه کوونکی (bullfighter) وو. په ۱۹۱۴ کې یې له غوییزو سره په جګړه کې داسې تخنیک پیدا کړ چې پرته له غوځښت څخه د غویي له ښکرو سره څنګ کې درېده. تر دې مخکې به چې کله غوییزو ته پرده ښودل کېده د غویي له برید څخه به لوبغاړو مندې وهلې. د خپل ژوند په اوږدو کې یې ۴۳ کاله لوبه وکړه او په دې موده کې هیچا د بېل مونټ په څېر لوبه ونشوه کړای تر ټولو لوی سیال یې جوزې ګومېز اورتېګا (José Gómez Ortega) وو.
Juan Belmonte for image description page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons