American Brahman – د امریکا براهمن غوییز

د امریکا د زېبوین تورین غوییزو دوه رګه د غوښې لپاره اخیستل شوی نسل دی. نسل یې په متحده ایالتونو کې له ۱۸۸۵ را په دېخوا د هندوستان، انګلستان او برازیل له واردو شوو غوییزو اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې ګیر، ګوزېرا، نیلور، اېندو برازیل، کرېشنا ویلي او اونګول غوییز کارېدلي. د لمر له وړانګو، تودوخې، لوندوالي او پرازیتو سره مقاومت لرونکي دي. د نړۍ زیاتو هېوادونو ته یې نسل صادر شوی، په استرالیا کې پرېمانه پیدا کېدونکی نسل دی. له نسل نه یې دوه رګه نسلونه لکه برانګوس او براهموسین هم اخیستل شوي.


مخینه
د اسیا زېبوین کوبی لرونکي غوییز له ۱۸۴۹ کال څخه په متحده ایالتونو کې موجود وو. وروسته د هند یو غویی له انګلستان څخه د متحده ایالتونو د کارولینا سوېل ته صادر شو. همداسې په ۱۸۸۵ کې دوه خړ سخندران په مستقیمه توګه له هند څخه د متحده ایالتونو تکزاس ته انتقال شول. په تکزاس کې له سیمه ایزو تورین غواګانو سره د دې غویانو دوه رګه نسل اخیستنه د براهم د نسل رامنځته کولو لمړی ګام وو.

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons