Apodiform – توتکۍ شکله

دا ډله د مرغانو له دوه ګروپونو جوړه شوې، یو ګروپ ېې توتکۍ (swifts) بل ګروپ ېې شیره خوړونکي مرغان (hummingbirds) دي. دواړه ګروپونه له یو بل سره په شکل او د ژوند په طریقه کې ډېر توپیر لري. دواړه ګروپونه د درې کورنیو غړي دي : هیمي پروکنیدای (family Hemiprocnidae) د ونې د توتکیو (tree swifts) کورنۍ ده کومې چې د کاکل لرونکو یا تاج لرونکو توتکیو (crested swifts) په نوم هم یادیږي، د اپودیدای کورنۍ (family Apodidae) چې رښتینې توتکۍ (tru swift) ګڼل کیږي او تروکیلیدای (family Trochilidae)چې د شیره خوړونکو مرغانو (hummingbirds) کورنۍ ده. د دواړو ګروپونو مرغان ډېره تېزه الوتنه کوي او د وزرونو جوړښت یې یو بل ته ورته والی لري او له همدې امله په یوه ډله کې شامل شوي.
 
ارزښت
انسانان ډېر د شیره خوړونکو مرغانو په لور جذب شوي. کله چې د امریکا له تازه کشف شوو ځنګلونو اولنۍ نمونه اروپا ته راورسېده نو د دې مرغانو د بدن وړې کچې او روښانه رنګونو د ساینس پوهانو او عامه خلکو دواړو توجه جلب کړه. ډېره تقاضا ېې په میوزیم، کورونو کې د دې مرغانو ساتل او د دې مرغانو بڼکې د ښځو د خولیو او جامو کارونه کې وه. د جنوبي امریکا هندیانو له سلګونه میله دغه مرغان د مارکیټ مرکز بوګوټا، کولمبیا او کایین ته راوړل. پخوا وخت کې د دې مرغانو پوستکي او بڼکې په جامو او نورو توکو کې کارېدل خو وروسته یوازې د ژوبڼ په نندارتون کې ساتل کېدل.
 
د بدن کچه او جوړښت
په دې ډله کې تر ټولو واړه مرغان د تروکیلیدای په کورنۍ کې دي. او تر ټولو وړوکی ډول ېې د کیوبا بي شیره خوړونکي (bee hummingbird) د ډول علمي نوم یې (Mellisuga helenae) ده دي کوم چې تر ۲.۵ انچه پورې اوږدوالی لري او تر ټولو غټ ېې د سوېلې امریکا شیره خوړونکي (giant hummingbird) دي, د ډول علمي نوم یې (Patagona gigas) ده. په شیره خوړونکو مرغانو کې د بدن جوړښت له یو بل سره کم توپیر لري.
 
ریښتینې توتکۍ د بدن کچه کې غټې دي. په فلپاین کې یو ډول (pigmy swiftlet) د ډول علمي نوم یې (Collocalia troglodytes) تقریبا ۵ ګرامه وزن لري. مګر د زړې نړۍ توتکۍ چې د اپوس (Apus) نسل ده تقریبا ۳۰ ځله له دې توتکیو زېات وزن لري.
Picture by Steve Maslowski – Cropped from U.S. Fish and Wildlife Service Digital Library System, Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=48297

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons