د شیرې خوړونکي مرغان – Hummingbird

تقریبا ۳۲۰ ډولونه لري، ډېر وخت ېې رنګونه روښانه وي. د کورنۍ نوم ېې تروکیلیدای (Trochilidae)ده. له توتکۍ سره په یوه ډله اپوديفارمز (Apodiformes)کې شامل دي. د انګلستان جان ګولډ (John Gould)په ۱۹ پېړۍ کې دې مرغانو ته د رنګ له مخې ډېره هڅه وکړه چې نومونه ورباندې کیږدي او ډېر دغه نومونه اوس هم ورته کاریږي. لکه ( coquette, fairy, hill star, wood star sapphire, topaz, sun gem, and sylph). ډېر ډولونه ېې په جنوبي امریکا کې پیدا کیږي او یوازې دولس ډولونه ېې د امریکا په متحده ایالتونو کې مطالعه شوي. ټول د شیرې خوړونکي مرغان واړه دي حتی تر ټولو غټ ېې تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري او وزن ېې تر ۲۰ ګرامه پورې رسیږي. تر ټولو وړوکی ېې ۵.۵ سانتي متره اوږدوالی لري او دوه ګرامه وزن لري. د ګلانو له شېرې ځان تغذیه کوي. 


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons