کاکل لرونکې توتکۍ – Crested swift
کاکل لرونکې توتکۍ ته د ونې توتکۍ هم وایي. د کورنۍ نوم ېې هیمي پروکنیدای (Hemiprocnidae)ده. څلور ډولونه لري، لکې ېې د ښاخۍ کاشوغې په څېر ده. له جنوب شرقي اسیا تر استرالیا پورې پېدا کیږي. کاکل لرونکې توتکۍ له نورو ټولو د اپوديفارم (Apodiformes) ډلې مرغانو سره توپیر لري یوازې له نورو توتکیو سره ېې ورته والی په وزرونو، غټې خوله او مښوکه کې ده. کاکل لرونکې توتکۍ یا یوازې خوراک کوي او یا په یوه کوچنۍ ډله کې د ماښام په شنه تیاره او رڼا کې خواړه خوري. تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، د وزرونو رنګ ېې تېز نصواري ده، د بدن پاسه برخه ېې تېز نیله رنګ، خړ یا زېړ رنګ لري. په همدې کې یو بل ډول دي چې اوږدوالی ېې تر دې زېات ده او رنګ ېې تور ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!