Acarid – اکارید

اکارید د اکاري، اکاریدا یا اکارینا فرعي کلاس (subclass Acari or Acarida or Acarina) ده. د ارتروپوډ فرعي ګروپ (subgroup of arthropod) ټول غړي دي او د اراکنیدا کلاس (class Arachnida) کې ډلبندي شوي کوم کې چې شني (mites) او خسک یا کټمل (ticks) شامل دي.
 
د بدن کچه او د جوړښت توپیرونه
ځینې شني تر ۰.۱ ملي متره (۰.۰۰۳۹ انچه) پورې اوږده دي خو په ورته وخت کې بیا ځینې کټمل تر ۳۰ ملي متره پورې (۱.۱۸ انچه) پورې اوږده شته. ځوان بچیان (Nymphs) او غټ یې معمولا څلور جوړه پښې لري خو تازه له هګیو پیدا شوي لاروای (larvae) درې جوړه پښې لري. د ځینو کورنیو غړي په خپل بدن یو ډول سخت وېښته یا سیتای (setae) لري خو نور یې بیا په بشپړ ډول بې وېښتو دي. د نرم بدن شني او کټمل یا خسکو بدن په یو څو قابونو یا سپر پوښلی وي خو د کلک بدن یې بیا زېات سخت سپرونه یا قابونه لري. د بدن شکل یې له دایروي ګرد شکل نیولې تر غټو اکاریدو پورې چې د غڼې شکل ته ورته دي شته. ځینې یې څورب بدن لري.
 
خپرېدل او پرېماني
اکارید په ټوله نړۍ کې پرېمانه موندل کیږي. د نړۍ تر ټولو لوړې برخې کې چې د همالیا غر ده په ۵۰۰۰ متره لوړوالي کې او دنړۍ په ۵۲۰۰ متره ژوروالي کې شته دي. دارام سمندر په شمال کې یواځې ۵۰ ډوله په وچه کې ژوند کوونکي پېژندل شوي دي. اکارید په مختلفو استوګنځایونوکې موندل شوي لکه: ګرمې چینې، سمڅې او غارونه، دښتې او بیابانونه د بې ونو شنو ځایونو کې. تقریبا ۵۰۰۰ ډولونه ېې ازاد ژوند کوي خو ځنې ېې پرازیتي ژوند لري. ځنې طبقه بندي کوونکي اټکل کوي چې که چېرې اکارید ټول پېژندل شوي او مطالعه شوي وای نو یوازې نو یوازې کټمل او شني به ۵۰۰۰۰۰ ډولونه تشریح شوي وای.
 
ارزښت
اکاري (Acari) داقتصاد له نظره د اراکنېد (arachnid) با ارزښته ګروپ ده. کټمل چې د اکزودیدا ډله (order Ixodida) ده ارزښت کې تر ټولو لومړۍ ده. دغه ډله انسانانو، حیواناتو او کښت ته مرضونه انتقالوي, ځینې یې بیا خوړو او له خوړو سره تړاو لرونکي تولید ته افت دي. ایریوفیېډ او ټېټرانیکېډ شني (Eriophyid and tetranychid) چې د پروتیګماتا فرعي ډلې (suborder Prostigmata) کې شامل دي ډېر د بوټو خوړونکي ډولونه لري او مېزبان بوټی یا له منځه وړي او یا یې سخت ټپي کوي. ایریوفید (Eriophyids) یوازیني فیتوفاګوس یا بوټي خوړونکي اکارید (phytophagous acarids) دي چې د بوټو ویروس انتقالوي.
 
د اکارید په هولو تیریدا ډله (order Holothyrida) کې یو ډول یې یوه خارښت پیدا کوونکې ماده ترشح کوي چې د انسان او کورنیو مرغانو لپاره زهري ده. د کورونو شنی چې علمي نوم یې لیپونيسوایدېس سنګینوس (Liponyssoides sanguineus) ده انسان ته (rickettsialpox) انتقالوي دا یوه ناروغي ده چې انسان پکې تبه نیسي، سر درد پیدا کوي، بدن یې لړزیږي او ملا یې درد پیدا کوي البته یوازې شني دا مرض نه انتقالوي ځینې کورني شخوند وهونکي ژوي لکه د کورونو مږې یې هم انتقالولای شي. د کورنیو مرغانو شني (fowl mite) چې علمي نوم یې (Ornithonyssus bursa) ده او د چرګانو شني (chicken mite) چې علمي نوم یې (Dermanyssus gallinae) ده د انسان او مرغانو دواړو لپاره افت ګڼل کیږي. په شنو کې تر ټولو عام ډول چې په کورونو کې پیدا کیږي د دېرماتوفاګوایدېس (Dermatophagoides) ډول ده.
 
ګونګټه شنی (beetle mites) چې د اوريبتیدا کورنۍ (Oribatida) غړې ده د خاورې ارتروپوډ (arthropods) ګڼل کیږي کوم چې د ځمکې په ښېرازوالي کې اړین رول لري خو ځینې یې د کورنیو ژو د پرازیت لپاره منځګړی میزبان ګڼل کیږي.
 
د انسانانو لایم ناروغي (Lyme disease) چې د سپیروکېټ باکتریا (spirochete) له امله پیدا کیږي د اکارید اېکسودېس دامیني (Ixodes dammini) ډول یا له دې سره تړاو لرونکي ډولونه یې انتقالوي. دا ډول د سخت پوستکي شنی ګنل کیږي. د نرم پوستکي شني بیا انسان ته د (Relapsing fever) ناروغي انتقالوي. یوه باکتریایي ناروغي ده په کومه کې چې انسان اوږد مهاله او بیا ځلې راګرځېدونکې تبه نیسي
 
طبعي تاریخ د مثل تولید او ژوند
په اکارید کې د نر او ښځې جنس سره جلا وي ډېر ډولونه ېې هګۍ کوي (oviparity) خو په ځینې پرازیتي ډولونه کې هګۍ د ښځینه په منځ کې پر بچیانو بدلیږي خو ځینې ډولونه یې پرته له جنسي نزدیکته د مثل تولید (parthenogenesis) کوي. سپرم ېې یا په مستقیم ډول ښځینه ته انتقالیږي او یا په یوه کیسه کې چې د سپرماتوفور (spermatophores) په نامه یادیږي. دغه کیسه ښځینه اکارید ته یا په مستقیم ډول انتقالیږي او یا پر سطح باندې د نر لخوا پرېښودل کیږي او وروسته ېې ښځینه په خپل تناسلي ځای کې ځای پر ځای کوي. د لقاح نه وروسته هګۍ په وده پېل کوي خو په ځنې اکارید کې د لقاح سره هګۍ په یو وخت کې رامنځ ته کیږي او وده کوي. د اکارید ځنې ډولونه چې له بوټو ځان تغذیه کوي او هغه ډولونه چې په خاوره کې ژوند کوي خپلې هګۍ په خوړو لکه غله او سبزي باندې کوي او د خاورې ډولونه ېې په خاوره کې پټوي. د چیلېتوس په نامه ډول کې ېې ښځینه اکارید د هګیو یوه کیسه پریدي چې له همدې کیسې ډېر اکارید زېږیږي.
هغه اکارید کوم چې هګۍ کوي بچیان ېې د ژوند په اوږدو کې له څلور مرحلو تېریږي. دغه څلور دورې: هګزاپود لاروا، پروتونیمف، ډیټونیمف او ټریټونیمف دورې دي. چې له دې دورو وروسته پکې د پام وړ بدلون رامنځ ته کیږي.
 
پرته له ایریو فیدای (پراستیګماتا) ډول د هګزاپود لاروا دوره کې ټول اکارید درې جوړې پښې لري. ایریو فیدای (پراستیګماتا) ډول بیا په ټولو څلورو فعالو دورو کې دوه جوړه پښې لري. په پرازیتي ډولونو کې ټول اکارید د ټریټونیمف دوره نلري. همداسې ایګزودیدای یواځې د نیمف له دورو یوه دوره لري خو ارګازیدای بیا تقریبا ۸ دورې لري تر څو جنسي او فزیکي بلوغیت ته ورسیږي. ځنې پروستیګماتا (پوداپولیپیدای) له هګیو وروسته مستقیمه وده کوي خو ځنې بیا له یوې تر درې مرحلو تیریږي تر څو فزیکي بلوغیت ته ورسیږي.
 
ایکولوجي
پرته له ایګزودیدا (مایټ) چې په پښتو کې ورته د حیواناتو سپګې یا شني وایي نور ټول ازاد ژوند کوونکي اکارید ډېر ډولونه، ډلې او فرعي ډلې لري. د ګونګټې مایټ یا سپګې (اوریباتیدا) چې په خاوره کې ډېر زېات دي دغه اکارید له فنګس یا فنګسي (فنجي) ګیاه ګانو ځان تغذیه کوي. داسې اټکل شوې چې په یوجریب د څر ځمکه کې یوازې د یو ډول شپږ میلیونه غړي پیدا کیږي.
 
ځنې ازاد ډولونه ېې د هاضمې یو ځانګړی غړی لري (چیلېسیرای) کوم چې د بوټو حجرات شکولی شي او له منځ نه ېې خپل ځان تغذیه کوي. د ایریوفیدای کورنۍ (پروستیګماتا) له بوټو پوستکی اړوي، پاڼې زخمي کوي او همداسې د بوتي میوه خوري. د تیترانکیدای کورنۍ (پروستیګماتا) کې د غونډل په څېر مایټ یا شني (سپګې) شاملې دي چې د بوټو له ښاخونو او پاڼو ځان تغذیه کوي.
د اکاریدای او ګلیسيفاګیدای کورنۍ (استیګماتا) دساتل شوې غلې لپاره آفت ګڼل شوی. همداسې کېلیسری اکارید د ارې په څېر غاښونه لري چې د خپل خوړو د تراشلو او ورننوتلو توانایي وربښي. د دې دوه کورنیو غړي ځنې په خوراکي توکو کې ډېر زیاتیږي او خورا زېات بچیان کوي. همداسې ځنې نورې ښکار کوونکي مایټ اکارید په خاوره، اوبو او په نورو اورګانیک مادو کې ژوند کوي او واړه نور ارتروپوډ یا د ارتروپوډ هګۍ او واړه بچیان د ځان د تغذیه کولو لپاره ښکار کوي.
پرته له اوپیلیواکاریفورم، هولوتیرینا او اوریباتیدا, پرازیتي ډولونه په ټولو اکاریدو کې شته دي. ډېر ېې د بدن د بهرنۍ برخې پرازیت دي چې د انسان او حیواناتو په بدن ژوند کوي خو ځنې ډولونه ېې دحیواناتو د بدن داخلي پرازیت دي. یو ډول ېې چې د پوستکي په سطحه ژوند کوي پسوروپتیدای کورنۍ (استیګماتا) چې د سکب مایټ په نامه هم پېژندل کیږي د حیواناتو په پوستکي پسې ځان نښلوي.
بل ایکوژیک ګروپ ېې د مایټ سپګو ډېر ډولونه لري چې په پوستکي کې سوری کوي او له شحمي ترشحاتو، لمفاوي توکو او یا کله کله له وینې ځان تغذیه کوي. ځنې ډولونه ېې د پوستکي لاندې برخه سوری کوي چې د خارښ لامل ګرځي.
یوبل ایکولوژیک ګروپ ېې په پوستکي کې سوری کوي، خپل ځان له مایعاتو او وینې تغذیه کوي پرته له دې چې په انساجو یرغل وکړي.
 
د لاروای دورې ټرومبيکیولیدای کورنۍ (پروستیګماتا) چې د چېګرس په نامه هم یادیږي د ډېرو فقاریه او ځنې غېرې فقاریه حیواناتو پرازیت دي خو کله چې غټ شي ازاد او ګرځنده ښکار کوونکی ژوند کوي. د دېرمنيسیدای، مکرونيسیدای او د لیليپیدای کورنۍ (میسوستیګماتا) ځنې ډولونه د طی لرونوکو حیواناتو، مرغانو او خزنده ګانو له وینې او شحمي ترشحاتو ځان تغذیه کوي. ځنې ډولونه ېې په ځالو کې ژوند کوي چې د یو ډول پروتو نیمف ېې د اسمان څکالي په خوله کې موندل شوی.
 
جوړښت او دندې
بهرني شکلونه یا جوړښت
د اکاري فرعي کلاسونو توپیر په بدن کې د برخو له کمي نه کیږي چې په ځنې کورنیو کې په دوېمه درجه وده کوي. مخکې پای کې یوه برچه د ناتوزوما په نامه یادیږي، په دې برخه کې ېې خوله ځانګړې د تغذې لپاره ضمیمې (کیلېسوري) او په برخو وېشل شوي جوړښت چې پالپس نومیږي، د خولې د لعابو جوړه غدې ېې په خوله کې یا د خولې مخکې ته لعاب پرېږدي. کیلېسوري د پنس په څېر په برخو وېشل شوې ضمیمې دي خو کله کله دا ضمیمې په دې وجه خپل شکل نیښ ته بدلوي چې دغه حیوانات متنوع خواړه خوري. په سر کې پلپس د حس لپاره، د بل حیوان د ښکار او د خوړو د راکش کولو لپاره کاروي.
 
ناتوزوما سره بله برخه (ای ډیوزوما) نښتې چې په دې برخه کې ېې پښې، تناسلي برخه او مقعد او یو بل جوړښت چې لمس حس کوي موجود ده. په همدې برخه کې تنفسي برخه او د سپر په څېر د بدن پوښونه لري چې هر ډول کې توپیر لري. غټ ېې د پښو څلور جوړې لري خو ځنې ډولونه ېې له یوې جوړې تر درې جوړو پورې پښې لري.
 
تناسلي برخه ېې د وروستیو پښو په منځ کې وي او ډېر وخت د سپر په څېر قابونو پوښلې وي. د ځنې ډولونه په نرانو کې ېې تناسلي برخه په وروستۍ حصه کې وي. همداسې ېې مقعد هم د سپر په څېر په قابونو پوښل شوی وي.
 
داخلي جوړښت په خوله کې عضلاتي ډوله حلق لري چې خوله او د هاضمې نور جها سره وصل کوي، وانتریکولوس (معده) لنډې کلمې، وروستۍ کلمه او رکتال لري. معده ېې ځنې داسې کیسې لري چې خواړه ذخیره کوي او په همدې وجه ځنې اکارید کولای شي په همدې ذخیره شوو خوړو تر ډېرې مودې وپایږي.

Harvest mite cycle
Photo by Bugboy52.40
Ontogeny Chaetodactylus krombeini
Life stages of Chaetodactylus krombeini (Astigmata). Photo by Ron Ochoa and Gary Bauchan, USDA-ARS.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons