Bagheera kiplingi – باغیرا کیپلینګي

د ټوپ اچونکې غڼې ډول ده، د کورنۍ نوم ېې سالتیسیدای (family Salticidae)، خواړه ېې د بوټو پانې دي، د وښو خوړولو طبعیت ېې له نورو غڼو په هر ډول ځانګړتیا کې جلا کوي، نورې غنې تقریبا د جسد خوړونکې دي همداسې ډېرې کمې غنې د بوټو په شیره ځان تغذیه کوي. باغیرا کیپلینګي په مکسیکو او مرکزي امریکا کې پیدا کیږي چېرته چې دا غڼې د غز ونې سره نږدې یا د غز په ونه (swollen-thorn acacia trees) کې ځاله کوي. همدا ونې د دې غڼو خواړه هم دي. د دې غڼو اوږدوالی له ۵ تر ۶ ملي متره پورې ده او د پښو رنګ ېې نیمه شفافه نصواري زېړ او یا روښانه زېړ او دسیفالو تورکس پروزوما یا د سر او سینې (cephalothorax) رنګ ېې په نر کې شین او سور رنګ او په ښځینه کې تور او سور رنګ لري. د ګېډې یا بطن یا اوپیستوزوما (opisthosoma) د نر ډېره نری او د ښځینه ډبله او پراخه شوې وي او په دواړو جنسونو کې ېې خېټه نصواري او شنه خاپونه لري.
 
لکه د نورو ټوپ اچونکو غڼو په څېر باغیرا کیپلینګي هم ځاله د دې لپاره نه جوړوي چې د حشراتو یا نورو ژو جسد پرې ښکار کړي. ساینس پوهان په دې باور دي چې باغیرا کیپلینګي په دې وجه یوازې شنه خوري ځکه چې د غز بوټي په کال کې ۱۲ مېاشتې پاڼې لري او دغه ژوي بې خوړو نه پاتې کیږي تر څو ځان ته د خوړو بله سرچینه ولټوي. په دې بوټي کې چیچونکي مېږیان هم ژوند کوي چې دغه مېږیان د غز بوټي له هر ډول وحشي ژو ساتي او د غز بوټي له شیرې ځان تغذیه کوي. د دغو مېږیانو د نسل نوم پسودومیرمیکس (genus Pseudomyrmex) ده. دا مېږیان استوګن ځای هم په دې ونو کې جوړوي او کله چې باغیرا غڼې ورسره مخ شي نو د ځان ژغورنې لپاره یا له یوې څانګې بلې ته ټوپ کوي او یا د مېږیانو مخې ته ځاله جوړوي له کومې چې مېږېان نشي تېرېدلای.
Bagheera kiplingi (cropped)
Bagheera kiplingi. Photo by Maximilian Paradiz

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons