توره کونډه – Black widow

د لټروډېکټوس نسل (genus Latrodectus) ده، د (Theridiidae) کورنۍ غړې ده. د تورو غڼو مختلف ډولونه دي. په ګېډه باندې د شګې د ساعت (hourglass) په څېر نښان لري. تورې کونډې په ځانګړې توګه د (Latrodectus mactans) ډول د نړۍ په ډېرو سیمو کې پیدا کیږي. که چېرې توره کونډه انسان باندې خوله ولګوي نو انسان کانګې کوي، په عضلاتو کې درد پیدا کوي، دیافراګم کې یې خفیف فلج پیدا کیږي کوم چې د ساه تنګۍ لامل ګرځي. ډېر خلک له کومې پېچلې ستونزې پیدا کولو پرته بېرته رغیږي خو د کوچنیانو او زړو لپاره مرګونې کېدای شي.
 
د (Latrodectus mactans) ډول یې په شمالي امریکا کې او د نړۍ په نورو برخو کې ډېر عام ده. ښځه یې ځلېدونکی تور رنګ لري او د خېټې لاندې یې د شګې ساعت شکل ته ورته سور رنګ نښان وي، ځینې وخت د ساعت د شکل پر ځای دوه کوچني مثلث ته ورته شکلونه وي، بدن یې تر ۲.۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. نر یې ډېر کم وخت لیدل کیږي ځکه چې له جنسي نزدیکت وروسته یې خپله ښځه مړ کوي او له مړه کولو وروسته یې خوري او له همدې امله په دې غڼې توره کونډه نوم ایښودل شوی. نر یې له ښځې په کچه څلور ځلې کوچنی وي او د ګېډې لاندې د مثلث یا ساعت ته ورته شکل پر ځای د ګېډې په څنګونو کې سره او سپین نښانونه لري.
 
ځاله یې له ازادو ترتیب شوو شبکو جوړه شوې وي او ښځینه یې په یوه اوړي کې زیات شمېر هګۍ کوي. د هګیو کیسې یې په ځالو کې زوړندې وي او له ۲۵۰ تر ۷۵۰ پورې هګۍ پکې وي. د هګیو توپ ته ورته کیسه یې سپین یا سور رنګ لري او قطر یې تر ۱۲ ملي متره پورې وي. هګۍ یې له ۱۴ تر ۳۰ ورځو پورې په سپینو او نارنجي بچیانو بدلیږي. ښځه یې تر یو نیم کال پورې ژوند کوي.
 
په متحده ایالتونو کې له (Latrodectus mactans) ډول پرته نور درې ډولونه (L. hesperus, L. curacaviensis, and L. geometricus) هم شته. اخري ډول ته یې د (brown widow) نوم هم اخلي او اصلي ځای یې افریقا ده. د (L. mactans) ډول یې کورونو سره نږدې پیدا کیږي خو د (L. curacaviensis) ډول یې د توکو او ډبرو لاندې په ځنګلونو باغونو او بوټو لرونکو ځایونو کې اوسیږي. د (L. curacaviensis) ډول یې په ونو کې او بوټو کې ژوند کوي. د (L. hystrix, L. dahli, and L. pallidus) ډولونه د اروپا، اسیا او افریقا دي او همداسې د (L. hasselti) ډول یې د استرالیا ده او استرالیایان یې د (redback) په نامه یادوي.
 
لکه د ډېرو غڼو په څېر توره کونډه هم په نورو حشرو برید کوي او خپل ځان پرې تغذیه کوي. کله چې حشره ښکار کړي بدن کې یې کوچنی سوری کوي او د بدن مایع یې څکي. خو خپله په تورې کونډې باندې د (mud dauber wasps) په نامه مچۍ برید کوي.

Western Black Widow (Latrodectus hesperus)
Western Black Widow (Latrodectus hesperus). Photo by Bloomingdedalus 
Latrodectus tredecimguttatus female
Black widow spider, young female, Europe, Croatia, photo by K. Korlevic
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons