اکوې وېټ – Aquavit

په ( Aquavite,Akvavit, or Snaps) نومونو هم پېژندل کیږي. تخمیر شوي مشروب دي، رنګ ېې زېړ ده، وچ بوي لري، د الکولو مقدار ېې له ۴۲ تر ۴۵% پورې ده. اجزا ېې کچالو او تخمیر شوې غلې دي. د معطره کېدو لپاره ېې بادیان، زیره، اېل او لپه کاریږي. نوم ېې د لاتیني لفظ (aqua vitae) څخه اخیستل شوی چې معنی ېې د ژوند اوبه دي او په سکاندیناوي ملکونو کې تولیدیږي. مخکینی تولید ېې له تخمیر شوو دانګورو له اوبو وو او په همدې وجه ډېر قیمته وو خوپه ۱۸ پېړۍ کې کله چې د سویډن یو سرتیري له کچالو او غلې جوړ کړل قیمت ېې کم او تولید ېې هم زېات شو. کوم چې په ناروې او سویډن کې تولیدیږي د مسالې په څېر خوږ خوند لري. تر ټولو زېات په سوېډن کې تولیدیږي. د دنمارک تولید ېې د (Snaps) په نامه هم یادیږي.
نوټ: هر ډول الکول لرونکي مشروب د سرطان او نورو سلګونو مرضونولامل ګرځي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons