Apricot – مندته

علمي نوم ېې (Prunus armeniaca) ده. هسته لرونکې یا الو میوه (stone fruit) ده. د ډلې نوم ېې روزلس (order Rosales) او د کورنۍ نوم ېې روز اسیای (family Rosaceae) ده. له الو، بادام، شفتالو او ګیلاس سره نږدې تړاو لري. د نړۍ په ټولو معتدله په ځانګړي ډول د مدیترانې سیمو کې شته دي. ډېر خلک ېې تازه خوري، ځنې خلک ېې پخوي قطیو کې ېې ساتي او ځنې خلک ېې د ساتنې لپاره وچوي. د مشروباتو په معطره کولو کې هم کار ځنې اخیستل کیږي. مندته د ویټامین اې او طبي بورې ښه سرچینه ده او وچې شوې مندته کې بیا وسپنه زېاته ده.
 
زړي ته ېې انګریزي کې (kernels) وایي او د ډېرو ډولونو زړي ېې خواږه او د خوړلو وړ دي. ګلان ېې سپین رنګ لري، د غوړېدو یا القاح لپاره (self-pollinated flowers) مچیو یا حشرو ته اړتیا نلري. له آلو، شفتالو سره په ډېره ښه توګه پیوند کیږي. په اول ځل باندې د مندتې بوټی چین کې کورنی شوی او اوسمهال پرته له انترکتیکا په ټولو لویو وچو کې شته دي. د لرغونپوهنې شواهد ښي چې پخوانیو ارمنیانو مندتې خوړلې. په ۱۸ پېړۍ کې هسپانویانو کلیفورنیا ته انتقال کړل او هلته ېې نیالګي کینول. په ۲۰۰۵ کال کې د مندتې تر ټولو لوی تولیدونکي ترکیه، ایران، ازبکستان، ایټالیا او الجیریا وو.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons