مڼه – Apple

علمي نوم ېې مالوس دومیستیکا (Malus domestica) ده. د کورني شوي بوټي میوه ده، د کورنۍ نوم ېې روزاسیای (family Rosaceae) ده. مڼه په اصل کې د (pome) یو ډول ده چې د غوښې لرونکې میوې په نامه هم یادیږي. په دې میوه کې د هګیو ځای او چار چاپېره انساج دواړه د خوړو وړ دي. د مڼو د ګلانو زېات ډولونه حشرو یا مچیو ته اړتیا لري تر څو القاح (pollination for fertilization) تر سره کړي او یا وغوړیږي.
 
مڼې له زرګونو زېات ډولونه لري خو دغه ټول ډولونه په درې برخو کې سره وېشل شوي: د مڼو طبیعي ډولونه (cider varieties)، د پخلي ډولونه (cooking varieties)، کیک ډوله ډوډۍ کې د مڼې پخلي ډولونه (dessert varieties). خپله کې زېات له یو بل توپیر لري خو پېژندنه ېې له رنګ، بوي، نرموالي، صخامت او له خوند نه کیږي. زېات ډولونه ېې زېاته بوره او کم اسید یا تېزاب او تنین (tannin) لري. په مڼه کې زېات وېټامین اې او سي، کاربوهایډرېټ (carbohydrates)، او غذایي فایبر ( dietary fibre) موجود دي.
 
د مالوس (Malus) ډول اصلي ځای ېې معتدله سیمې دي. پخوانیو اروپایانو مڼې خوړلې او د خوړو لپاره ېې تقریبا سلګونه ډولونه پېژندلي وو. کله چې اروپایان امریکا ته ولاړل او شمالي امریکا ته خپرېدل نو د مڼو ونې ېې هم خپرې کړې. تر ټولو زېات د مڼو باغونه جان چپمېن  (John Chapman)په ایندیانا او اوهیو کې کرلي.

 

مڼې داسې چاپېریال ته اړتیا لري چې د هر ژمي موسم ېې توپیر لري معولا د عرض البلد جنوب او شمال کې د جغرافې له ۳۰° تر ۶۰° پراخوالي کې. په شمالي برخه کې مڼې د کمې تودوخې او د ودې لنډ موسم له وجې محدودې دي. په کومه خاوره کې چې د مڼو بوټي کینول کیږي باید د اوبو د تخلیه کولو سیستم ېې سم جوړ شوی وي.
 
همداسې که سړه هوا ېې ووهي تازه وده کوونکې میوه له منځه تلای شي. یوازې چین ۶۰ میلونه ټنه مڼه په یو کال کې تولید کوي. د امریکا نیم تولید د تازه مېوې په توګه خوړل کیږي او نور پخلي، خوږو او داسې نورو توکو کې کاریږي. په اروپا کې له ډېرې برخې یو ډول شراب (cider wine) او برینډي (brandy) جوړیږي.

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons