Almond – بادام

علمي نوم ېې پرنوس دولسیس (Prunus dulcis) ده. اصلي ځای ېې د لویدیځې اسیا سوېل ده. د کورنۍ نوم ېې روزاسیای (Rosaceae) او د ډلې نوم ېې روزلس (Rosales) ده. د سوداګرۍ له مخې یو با ارزښته بوټی ده چې د مدیترانې په اقلیم کې د ۲۸° او ۴۸° N او همداسې دکلیفورنیا د ۲۰° اند ۴۰° S تر منځ کرل کیږي او دنړۍ ۸۰ % بادام تولیدوي.
 
دوه ډولونه لري چې خواږه بادام (P. dulcis variety dulcis) او ترخه بادام (P. dulcis variety amara) دي. کوم چې خواږه دي د زړي په توګه خوړل کیږي، د تېلوپه توګه پخلنځي کې کاریږي او یا هم په ځینې خوړو کې کاریږي. د ترخو بادامو تېل د خوړو او مشروباتو په معطره کولو او طعم کې کاریږي خو اول پروسیک اسید (prussic acid) ورځنې لرې کیږي. په اروپا کې بادام ډېر د یو ډول خوږو جوړونې کې کاریږي چې شیر پېرې ته ورته دي او په انګریزي کې د (marzipan) په نامه یادیږي. په اسیا کې ډېر په سبزي، کبانواو د کورنیو مرغانو سره خوړل کیږي.
 
په کلیفورنیا کې له ۲۵ ډوله ډېر بادام شته دي خو بیا هم د (Marcona and Valencia) ډولونه له هسپانیا او د (ferragnes) په نامه له یونان څخه واردوي. د ونې قد ېې معمولا ۳–۴.۵ متره پورې لوړیږي، ګلان ېې بوي لري او تر ۵ رنګه پورې ګلان کوي چې روښانه، ګلابي او سپین دي. د استوا خط په شمالي سیمو کې ېې دګلانو وخت د جنوريي له پای تر د اپرېل پېل پورې ده. ګلان ېې خپله نشي غوړېدای او د غوړېدو لپاره حشرو او مچیو ته اړتیا لري. وده کوونکې میوه یا غوزه ېې چې په انګریزي کې (drupe) ورته وایي شفتالو ته ورته وي. کله چې پاخه شي بهرنی پوستکی ېې په دوه برخو مات شي او بادام لاندې غورزیږي. پخوا ېې بوټي یوازې کورنیو د خپل ځان لپاره کرل خو اوس وخت کې د صنعت لپاره کرل کیږي.
 
ترخه او خواږه بادام دواړه یو ډول کیمیاوي ترکیب لري. دواړه ډولونه له ۳۵ تر ۵۵ % پورې تېل لري. ترخه بادام امیګدالین (amygdalin) لري چې په خوږو بادامو ډېر په کمه کچه موجود دي. ترخه بادام بېنزالدیهاید ( benzaldehyde) او هایدروسیانیک (hydrocyanic) اسید لري. شحم او پروتین پکې زېات دي، کمه اندازه وسپنه، کلسیم، فاسفورس، ویټامین اې کمپلیکس, بي کمپلیکس او ویټیامین اي لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons