Allspice – د خوږو مرچکو ونه

د معتدلو سیمو ونه ده چې کال ۱۲ مېاشتې شنه وي. علمي نوم ېې پیمېنتا دیوسیا مخکینی نوم یې پیمېنتا افسینالیس (Pimenta diocia, formerly P. officinalis) او د کورنۍ نوم ېې میر تاسیای ( family myrtle or Myrtaceae) ده. اصلي ځای یې د غربي امریکایي هندیانو سیمه او مرکزي امریکا ده. د دانې په وجه با ارزښته دي. د معطرې یا ښې بوي لرونکې مسالې سرچینه ګڼل کیږي. په انګریزي کې ځکه د (Allspice) نوم ورته اخلي چې میده شوې میوه ېې د هندي غوزانو (nutmeg)، د لونګو (cloves) او مسالې (cinnamon) د مخلوط په څېر ښکاري. ډېر په پخلي کې کاریږي. د (mincemeat ) په نامه خوړو کې چې له ممیزو جوړیږي اچول کیږي له دې پرته په ځینې ګډوله میوو کې هم کاریږي. مخکې یو هسپانوي کاشف د سرو مرچو چې د پیمینتا (pimenta) په نامه یادیږي ګمان پرې کړی وو او په همدې وجه په بوټپوهنه کې د (pimento and Jamaica pepper) په نومونو پېژندل کیږي. په کال ۱۶۰۱ کې په لومړي ځل اروپا ته وارد شول. د دې ونې لوړوالی تر ۹ متره پورې رسیږي. میوه ېې تر پوره رسېدو یا پخېدو مخکې راټولیږي او له راټولېدو وروسته وچیږي. کله چې وچه شي رنګ ېې له شین څخه سور نسواري ته ببدلیږي. د میوې قطر ېې تقریبا تر ۵ ملي متره پورې ده. د جمایکا خواږه مرچ د مرکزي امریکا په پرتله ډېر تېل یا غوړ لري. اساسي اجزا ېې اوژنول (eugenol) دي (یو ډول مایع چې په لونګو کې هم شته ده.) انګریزي نوم ېې چې (Allspice) ده نورو ډېرو بوټو ته هم کاریږي لکه : Carolina allspice (Calycanthus floridus), Japanese allspice (Chimonanthus praecox), wild allspice, or spicebush (Lindera benzoin).

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons