Billy Haughton – بیلي هوټن

دوېم نوم یې (William R. Haughton) ده. د ۱۹۲۳کال، د نومبر په ۲۳ نېټه، د متحده ایالتونو د نیویارک په ګلورس ویل کې زېږېدلی او د ۱۹۸۶ کال، د جولای په ۱۵ نېټه، د نیویارک په وال هالا کې مړ شوی. د اس د منډو په سیالۍ کې د اس ګاډۍ چلونکی وو د ۱۹۵۲–۵۹، ۱۹۶۳، ۱۹۶۵، اند ۱۹۶۷–۶۸ کلونو په کلنیو سیالیو کې تر ټول ښه د ګاډۍ چلونکی وو.
 
تر دې مخکې د نیویارک په شمال کې د اسونو په فارم کې وو. تر مرګ مخکې یې ۴۹۰۰ په اس د منډو سیالۍ ګټلي او په دې ټولو سیالیو کې یې ۴۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي. همداسې د اسونو ښه روزونکی هم وو او د خپلې مسلکي مودې په اوږدو کې یې د (Windshield Wiper, Rum Customer, Romulus Hanover, Laverne Hanover, Duke Rodney, Handle With Care, Christopher T., Rising Wind, Spartan Hanover, and Pammy Lobell) په نامه اسونه هم روزلي. په لوبو کې د ښې ونډې له امله د په (Grand Circuit Centennial Gold Medallion) نامه مډال هم ورکړل شوی. په پای کې په اسونو د منډې د سیالۍ پر وخت ټپي شو او د ټپ له امله مړ شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons