Hirsch Jacobs – هېرش جېکوبس

د ۱۹۰۴ کال، د اپرېل په ۸ نېټه، په نیویارک کې زېږېدلی او د ۱۹۷۰ کال، د فېبرورۍ په ۱۳ نېټه، په میامي کې مړ شوی. د منډو د سیالیو لپاره د امریکا د تورو برېډ اسونو نسل اخیستونکی او روزونکی وو. د جکوبس روزل شوو اسونو ۳۵۶۹ لوبې ګټلي او تر دې وخته د هېڅ روزونکي او نسل اخیستونکي اسونو دومره لوبې نه وې ګټلې همداسې په ۱۹۶۵ کال کې د جکوبس اسونو دومره پیسې وګټلې چې تر دې کال پورې د هېڅ روزونکي او نسل اخیستونکي اسونو نه وې ګټلې. ټولو اسونو یې تر ۱۹۶۵ پورې ۱۲۰۰۰۰۰۰ ډالر ګټلي وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons