لګسینګټون – Lexington

دامریکا دا ښار له فایت ښار سره په یو وخت کې پراخه شو چې دآسانو د نسل اخستنې عمده مرکز ګڼل کیږي. په دې ښار کې په کال ۱۷۷۵ کې د لګسینګټون په نامه جګړه رامنځته شوه او وروسته پرې همدا نوم کېښودل شو. په کال ۱۷۹۲ کې د کینټاکي د قانون جوړونې لپاره د ناستې ځای وه. په ۱۸۸۰ لسیزه کې دې ښار ته بل لقب (دغرب اتن) ورکړل شو. په کال ۱۷۸۰ کې د ټرانسلونیا کالج پکې جوړ شو چې اوس مهال پوهنتون ده او د دې ترڅنګ کتابتون، سینما او د میوزیک ټولنه هم تاسیس شوه. په اس د منډې وهلو لوبې سره په دې ښار کې خلک ډېره مینه لري. او د توروبرېډ چې د اس یو نسل د مالوماتو د ثبت اداره لري. د دې ادارې چار چاپېر کې د اسانو خورا زېات فارمونه شتون لري. دا ښار د غوییزو حیواناتو، د پسونو، د هر ډول تخم، د شنو وښو او تباکو د سوداګري مرکز ده. له دې پرته د بوربون په نامه ویسکي شرابو تولید، چاپ شوي توکي، د زېر بناو او ابادي ، د کمپیوټر د سافټوېر او نورو الیکترونکي توکو د تولید مرکز هم ګڼل کیږي. له دې پرته دوه د سوداګرۍ مکتبونه لري او د کینټاکي مرکزي دفتر هم په همدې سیمه کې ده. په ۱۹۹۷ کال کې دلته د تخنیکي سیسټم کالج تاسیس شو. جانسي بربکېنرېج چې د ۱۸۵۷-۶۱ کلونو ترمنځ د امریکا د ولسمشر مرستیال وو د همدې ښار په هدیره کې ښخ ده.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons