تارانتولا – Tarantula

د کورنۍ نوم ېې تېرافوزیدای ده، غټې او وېښته لرونکې غڼې دي چې په جنوب غربي امریکا، مکسیکو او استوایي امریکا کې پیدا کیږي. 
تارانتولا میګا مولومورفای د اورتوګناتا فرعي ډله ده. دا غڼې زامې لري چې مخکې او لاندې حرکت کوي چې دا د ارانیومورف ځانګړتیا ده. ترانتولا له نورو میګالومورف سره توپیر لري او دغه توپیر ېې یواځې په کچه کې نه ده بلکه وېښتو، د تنفس اورګان او هغه درې برخو کې ده کومې چې د غڼې د ځالې تار تولیدوي.

 د ترانتولا خپل منځي چلند یو بل سره توپیر لري. ډېر ېې په ځمکه کې سمڅې کندي او د شپې لخوا ډېر وخت حشرات ښکار کوي او کم وخت وړې چونګښې ښکار کوي. په دې غڼو کې تیرا فوزېډ انسان ته کول زېان نه اړوي خو ډېر کلک غاښ ورباندې لګوي. په جنوب غربي امریکا کې ېې د افونوپېلما نسل تر ۵ سانتي متره پورې رسیږي. او د پښو اوږد والی ېې تقریبا تر ۱۲.۵ سانتي متره پورې ځای نیسي. دا غڼې نصواري رنګ لري، په حرکت کولو کې لټې دي، له وېښتو ډک بدن او پښې لري د دې نسل تر ټولو نامتو غړي کالیفورنیکم دي چې په کلیفورنیا، تیکزاس او اریزونا کې پیدا کیږي. د دې نسل یوه غڼه چې تقریبا ۳۰ کلنه وه موندل شوې او مطالعه شوې.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons