ټیک شنی یا خسک – Tick

د ایکزودیدا فرعي ډله ده، ۸۲۵ ډولونه لري، د کلاس نوم ېې اکاري ده. د غټو کورنیو او وحشي حیوانات پر بدن پرازیت دي. د انسان په بدن باندې پرازیت نه دي خو ځنې ډولونه ېې کله کله پرې حمله کوي.
سخت شني لکه چې د امریکا دسپیانو (دېرماسینتوروریابیلیس) د میزبان په بدن پورې ځان نښلوي او د ژوند په هره دوره کې د څو ورځو لپاره وینه زبېښي. د دې ټیک بلوغیت ته رسېدلې ښځینه چې کله د میزبان نه وینه وزبېښي نو له نر سره جنسي نزدیکت کوي او له هغې وروسته له میزبانه ځان په ځمکه غورزوي تر څو په یو محفوظ ځای کې هګۍ وکړي او له هګیو وروسته مړه کیږي. کله چې د هګیو نه ۶ پښې لرونکي لاروای پیدا شي په وښو کې ځان پټوي او میزبان ته انتظار کوي. کله چې په اول ځل له میزبانه وینه وزبېښي بېرته د میزبان له بدنه خوله لرې کوي او خپل د بدن پوستکی غورزوي او په بدن کې ېې دوه نورې پښې زیاتیږي چې دې دورې ته ېې د نیمف نوم اخلي. دغه په ځمکه غورزېدلي نیمف هم لکه دلاروای په څېر یو میزبان حیوان ته انتظار کوي تر څو ېې بدن پسې ځان ونښلوي. کله چې بیا د میزبان بدن پسې ځان ونښلوي او په وینه خپل بدن ډک کړي بیا پر ځمکه غورزیږي د بدن پوستکی غورزوي او بلوغ ته رسیږي دغه بلوغ ته رسېدلي ټیک تر درې کلونو پورې میزبان ته انتظار کولای شي.
 
 
د سخت بدن ډېر ټیک په لرګیو او شنو کې ژوند کوي خو ځنې ېې لکه نصواري د سپیان شني (ریپیس فالوس سنګینوس) کورنۍ آفت ګڼل کیږي.
د نرم بدن ټیک، شني یا خسک د سخت بدنه سره توپیر لري. ډېرې زېاتې هګۍ کوي، له څو نیمفل دورو تېرېږي، د وښو او لرګیو په ځای په کور یا د میزبان په ځاله کې دغه دورې تیروي.
 
د سخت بدن ټیک د وینې په زبېښلو حیوانات کمزوري کوي. زهري ترشح لري چې ځنې وخت د حیوان د بدن غړي فلج کوي او یا حیوان د مرض په ورانتقالولو ېې ژوند له منځه وړي. غټ ېې تقریبا ۳۰ ملي متره (۱ انچ) اوږدوالی لري مګر ډېر ډولونه ېې ۱۵ ملي متره یا تر دې کمه کچه لري.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons