د ښکار لپاره دروازه جوړونکې غڼه – Trap-door spider

د سي تینیزیدای کورنۍ ټول غړي او د انترودیتيیدای کورنۍ ځنې غړي دي. د ډلې نوم ېې ارانیدا ده. په ځمکه کې سوری کوي او د سوري په خوله کې ورېښمینه دروازه جوړوي. کله چې یوه حشره د دې دروازې مخې ته تېریږي نو دا غڼه سم دلاسه دروازه پرانیزي او حشره ښکار کوي تر څو ځان تغذیه کړي. 
په دې غڼو کې سي تینیزید قطار شوي غاښونه لري چې د ځمکې د کیندلو لپاره ېې کاروي، د بدن اوږدوالی ېې ۲.۵ سانتي متره پورې رسیږي، ډېر وخت ېې رنګ تېز نصواري وي، لنډې پښې لري او په جنوب غربي امریکا کې ډېر پیدا کیږي. د دې غڼو تونل تقریبا تر ۱۵ سانتي متره پورې په ځمکه کې اوږد کیندل شوی وي. هر وخت په تونل کې وي یواځې د ښکار لپاره بهر ته راوځي که ووېریږي سم د لاسه تونل ته ننوځي. 
انترودییتید په جاپان او شمالي امریکا کې پرېمانه پیدا کیږي .
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons