جال – Net

جال له رشمو، تار یا سیم څخه جوړیږي. څلور لارې یا تقاطع ېې له یو بل څخه تاویږي یا سره غوټه کیږي تر څو یو شبکه یا جال ترې جوړ شي. د جال جوړونې تاریخ روښانه نده چې کله جوړ شوی ځکه چې پخوا له کومو شیانو جوړېدل ډېر ژر له منځه تلونکي وو او اوزار ېې هم ډېر ساده وو. خو داسې قوي شواهد شته چې جنوبي اروپایانو چا چې په (Upper Paleolithic) دوره کې ژوند کاوه جال ېې د ښکار لپاره کاروه. پخواني جالونه د سبزیجاتو او د فایبرونو (ساقې، پاڼو، ریښو، د ونو له پوستکو) له تارونو او رشمو یا پړو جوړېدل. له دې پرته د حیواناتو وېښته، لکۍ او کلمې هم د جال جوړونې لپاره کارېدې. خوعصري جالونه معمولا په ماشین جوړیږي او ډېر ېې له پنبې، کتان، مانیلا (manila) – په فلپاین کې یوډول بوټی. – سیزال (sisal) – په مکسیکو کې یو ډول بوټی- څخه جوړیږي. له دې پرته هغه تارونه هم پکې کاریږي چې طبعي ندي او انسانانو جوړ کړي لکه نیلون (nylon)، پولیستر(polyester)، پولي پروپیلن (polypropylene)، پولي اېتېلین (polyethylene). کوم چې انسانانو جوړ کړي تارونه دي ذاتا داسې ځانګړتېا لري چې نه خوسا کیږي مګر کوم چې له سبزي جوړ شوي باید له خرابېدو یا خوسا کېدو وساتل شي چې د ساتنې لپاره خپل کیمیاوي توکي لري لکه تار (tar).

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons