چنګاښ نیونکی (دام) – Lobster pot

په سوداګریزه کب نیونه کې یو ډول ګرځنده دام ده چې د لوبسټر په نامه سمندري چنګاښ پرې نیول کیږي. نیمه ګرد او مستطیل شکلونه لري. داخل ته د ننوتو خولې ېې داسې جوړې شوي چې لوبسټر چنګاښ ور ننوتی شي خو بهر راوتلی نشي. دوه برخې لري یوه خوله ېې د داخلېدو ده بله خپله بندېدونکې دروازه ده چې دوېمې برخې ته د چنګاښ له تګ سره خپله بندیږي. د دې دام تر ټولو زېات کارېدونکي دامونه له ۷۶ تر ۱۰۲ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. دا دامونه سمندر ته غورزیږي چې د سمندر تل ته کوز شي او بیا وروسته راوېستل کیږي.



Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons