جان اندرې دولوک – Jean André Deluc

د فیروري په ۱۸ نېټه، کال۱۷۲۷، د سویزرلنډ په جنیوا کې زېږېدلی او نومبر په ۷ نېټه، کال ۱۸۱۷، د انګلستان د بېرک شایر په وینډسور کې مړ شوی.
په سویزلنډ کې پیدا شوی د انګلستان ځمکپوه او هوا پېژندونکی وو چې د هوا پېژندنې په اړه ېې نظریاتي یا تیوریکي لیکنو په ۱۹ پېړۍ خپل نفوذ لره.
زده کړې ېې په طبعي ساینس او ریاضي کې کړې وې. وروسته ېې سوداګري پېل کړه او د سوداګرۍ د سفر پر مهال ېې چې په اروپا کې وو ځنې د بوټو ډولونه او منرالونه راغونډ کړل. په کال ۱۷۷۳ کې ېې سوداګرۍ کې تاوان وکړ او له سویزرلنډ نه د انګلستان په لور رهي شو. بیا ېې خپلې ساینسي چارې پېل کړې او د سلطنتي ټولنې (Royal Society) ملګری شو. په دې ټولنه کې د شارلوټ ملکې (Queen Charlotte) د خط ویونکی شو کوم چې دولوک ته ډېر وخت او د اروپا په لویه وچه کې د سفر موقع په لاس ورکړه او له دواړو په استفادې هغه د تودوخې او فشار پر مېرکری بارومتر باندې اغیز (mercury barometer) مطالعه کړ. او تر ټولو لومړی سمه تیوري یا نظریه ېې ولیکله چې د بارو متر په کارونه ېې د غرونو کچه کول پکې ښودلي.

دولوک په دې وپوهېده چې اوبه په ۴° C تودوخه کې خپل حد اکثر غلظت ته رسیږي او په همدې اړه ېې تیوري یا نظریه لیکلې چې د اوبو د بخار مقدار په یوه ځانګړې سیمه کې، په کومه هوا کې چې خپریږي، د هوا له غلظت څخه ازاده یا خپلواکه ده. له دې پرته ېې د جیولوجي په اړه هم کافي لیکنې کړي او د برېښنا یو ستون ېې له زېنک څخه جوړ کړی.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons